تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د سر شمېرنې مسئله او وېشلي پښتانه
- Author, خان زمان کاکړ
- دنده, لیکوال
- د خپرېدو وخت
په پاکستان کې د سرشمېرنې عمل په جغرافيوي لحاظ سره وېشلی او د سر غم او د روزګار غم سره پاشلی پښتون قام له يو غیريقيني برخليک سره مخامخ ساتي.
پښتانه د نفوس په لحاظ په پنجابيانو پسې په پاکستان کې دويم لوی قام دی خو له قامي او انتظامي وحدت څخه د بې برخې پاته کېدلو په سبب د دويمې درجې په وګړو په آساني سره بدل کړل شوي دي. په وطن کې په ساختياتي توګه غالب اقتصادي انحطاط او تپل شوي امنيتي وضعيت پښتانه داسې در په دره کړي او سره پاشلي دي چې که يو خوا د نفوس د سم او منصفانه شمېر امکانات ورڅخه اخيستل شوي دي، نو بل خوا د هغه نفوس پر بنياد په اختياراتو او شتمينو کې د خپلې برخې د سمبالښت انتظامي او سياسي واک ور په برخه نه دی.
د مې پر پنځلسمه په پاکستان کې په لومړي ځل د رامنځته کېدونکې ډيجټال سرشمېرنې د فيلډ کار راغونډ شو. د سرشمېرني د دودیزې طريقه کار پر ځای د ډيجټال ټينکالوژۍ د مرستې اخيستلو برسېره پر هغو ساختياتي ستونزو او سياسي ناندريو او مناقشو قابو و نه ساتل شو چې په دې هېواد کې د نفوس د سياست پر سر مطرحه پاته شوې دي.
پر ټکنالوژۍ د حکومت بشپړ کنټرول په اوسنۍ سرشمېرنه کې د پخوا پرتله د وروسته پاتې او لېرې پرتو سیمو خلک خورا زيات اندېښمن کړي دي. له دې ډول ټکنالوژيو په ځينو نورو مواردو کې هم مرسته اخيستل شوې ده او نتايج يې په ولسونو کې د محرومۍ او عدم تحفظ د احساس د اضافې په بڼه راغلي دي او ثابته شوې ده چې تر څو پورې د رياست په پاليسيانو کې تغير نه وي راغلی، ساختياتي سوالونه حل شوي نه وي، هيڅ ډول ټيکنالوژي کوم شفافيت نه شي رامنځته کولی.
حکومت د خپلو آسانتياوو او برسېرن ډاډ لپاره اکثر ځينې سمارټ مشينونه، برېښنايي سسټمونه، ځانګړي سافټ وېرونه او اېپونه په کار اچوي، خو د دې ډول وسيلو استعمال کله هم د تاريخي ناانصافيو او نابرابريو د ختمولو يا راکمولو په معنا نه وي. په لنډو ټکو کې به داسې ووايو چې دا ټکنالوژۍ نه وي بلکې سياستونه وي چې د واک د ساحې په اړېکو کې ساختياتي او کېفيتي بدلونونه رامنځته کوي.
په همدې اساس په زغرده ويلی شو چې په پاکستان کې د نفوس سوال هم هغسې ځای پر ځای پاته دی څنګه چې په دې رياست کې د اختياراتو او شتمنيو د وېش نوعيت دی.
اکثريتي نفوس لرونکی قام بنګاليان د پاکستان له جوړېدو سره سم له يو بدترين او متشدد استحصالي برخورد سره مخامخ کړل شول. په شتمنيو کې د دوی د زياتې برخې د مخنيوي دپاره د ون يونټ په شان استعماري ترتيبات او تدبيرات ونيول شول. د هيواد پنجابي او پوځي واکمنان نه په آبادۍ کې او نه هم په انتخاباتو کې د بنګاليانو اکثريت منلو ته تيار وو.
د پاکستان د جوړېدو د دريمې لسيزې په پيل کې د مشرقي برخې کيسه په يوه پراخ تشدد سره راغونډه کړل شوه، بنګله دېش جوړ شو او په پاکستان کې د پنجاب اکثريت او واک ته راجع خڼد له منځه يووړل شو. پښتانه، بلوڅان، سينديان او سرايکان له دې حقيقت سره په ګزران کې تر اوسه د خلاصون د څه لارې د لټولو په سرخوږي اخته دي. دولت دوی تر اوسه د سرشمېرنې په يو سرسري شفافيت هم قانع نه دي ګرځولي. دا څرګندوي چې نابرابري او ناانصافي څومره ژورتيا ته دننه شوې ده.
سرشمېرنه په تاريخ کې کله هم او چېرې هم کوم بې پرې عمل پاته شوی نه دی، جديد دولتونه په خپله جغرافيه کې د مېشت نفوس د مشخص ګرځولو او قابو کولو دپاره د سرشمېرنې په طريقه کار د خپلې خوښې او خپلې ګټې کټاګوريانې او پېژندګلويانې رامنځته کوي او ترې د انتظامي اختياراتو او مالي برخو په وېش کې د يو بنسټ کار اخلي.
امريکايي بشر پوه برنارډ کوهن سرشمېرنه يوه داسې موډاليټي نومولې چې په مرسته يې بریتانويان وتوانېدل چې په هندوستان کې په لومړي ځل داسې ټولنيزې کټګوريانې ورغوي چې که يو خوا د هغه سيمې په هکله د اساسي ټولنپوهنيزو حقيقتونو ښکارندويه وي نو بل خوا د هندوستان د خلکو په منځ کې په ټولنيزو، کلتوري او ژبنيزو توپيرونو رامنځته کولو د دوی واکمنۍ ته لاره هواره وساتي. بریتانويانو د خپل حکومت ساتلو دپاره د درجه بنديو يو لړ داسې طريقې په کار اچولې وې. له سرشمېرنې څخه اوس هم دغه کار اخيستل کېږي.
په پاکستان کې د قامونو جغرافيوي وېش او د سرشمېرنې لانجه د بریتانوي طرز حکومت د دوام يوه نخښه ده چې نن هم په سياسي ساحه کې د دولت او ملتونو تر منځ د تضاد او تنازعې اساس رغوي.
پنجاب د نوآبادياتي تاريخ د يو بريالي کردار په توګه د واکمنۍ او د نفوس د زياتوالي په دليل د هېواد په شتمنيو کې د تر ټولو لويې برخې حق له ځانه سره ساتي. د پاکستان د وفاقي وحدتونو له نوي سره پر تاريخي او ژبني بنيادونو د جوړښت غوښتنه د ملتپالو سياستونو محور پاته شوې ده، خو پر دغه غوښتنه ورسره د پاکستان واکمن بلاک کله هم کوم جوړجاړي ته تيار شوی نه دی.
له پنجاب څخه د سرايکيانو د سيمې د بېلولو او د صوبې د حثيت ورکولو پر سوال د پنجاب انکار په پاکستان کې د يوه قام د حکومتي، سياسي او اقتصادي اقتدار د قايم او دايم ساتلو په معنا دی. د غربت، بې روزګارۍ، پسماندګۍ، بې سوادۍ، سياسي ناآرامۍ او يو شمېر مسايلو زړي هم له دې ځايه ټوکېږي.
د روان کال د مې پر دريمه نېټه په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل ګوند په کورتوب کې يو ټول ګونديز کنفرانس جوړ شوی وو. د هغه کنفرانس په پرېکړه ليک کې غوښتنه شوې ده:
"په ټول ملک کې دې پر انصاف ولاړه سرشمېرنه رامنځته شي. د اوسنۍ سرشمېرنې په اړه دې په ځانګړې توګه د پښتونخوا د نویو اولسواليو (پخوانيو قبايلي سيمو)، د بلوچستان د کوټې او د سيند د کراچۍ او نورو ښاري سيمو اندېښنې لېرې کړل شي او نوې انتخابي حلقې دې په منصافانه توګه جوړې کړل شي."
په تېرو شلو کلونو کې د پښتنو د نفوس په سوال کې د ترهګريو او پوځي عملياتو له کبله د مېلونونو بې کوره شوو پښتنو مسئلې يوه ډېره خطرناکه پېچلتيا اضافه کړه. په دې کې پخوانۍ قبايلي سيمې په بدترينه توګه اغېزمنې شوې. دومره لويه بې کوري رامنځته شوه چې نن هم د بشري غميزې د يوې غټې بېلګې په توګه پرې خبره کېدای شي.
د دوی د تابعیت حثيت له بېلابېلو اړخونو شکمن او زيانمن شو. د دوی د بيا پر ځای کولو او بيا پر کور کولو لپاره هيڅ پاليسي و نه ليدل شوه. د دوی د تاوانونو د تلافۍ مسئله هيڅ سنجيده و انخيستل شوه. د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورسره تبعیضي برخورد وشو. پېژندګلوي يې کله له شرخوښو او کله بیا له افغان کډوالو سره په منظمه توګه ور ګډه وډه کړه.
په زرګونو پښتنې کورنۍ وځورول شوې. نن هم د ډېر لوی شمېر پښتنو شناختي کارډونه بلاک دي. په دې پروسه کې ډېر مخور پښتانه هم په نخښه کړل شول. د باجوړ د يو نوموتې ملتپال مشر ملک عطاء الله خان کورنۍ يې يوه بېلګه ده چې تر اوږدې مودې د شناختي کارډونو د بندېدو له سرخوږۍ سره مخامخ پاته شوه. د پښتنو د شناخت مشکوک ګرځول نه يوازې د دوی د نفوس د راکمولو د پلان په عملي کولو کې ګټور ثابتېږي بلکې د دوی د کاروباري ساحې د سکښتلو، رالنډولو او فلج کولو، د دوی د سياسي مقدمې د کمزورې کولو او په دوی د غېرقانوني غوښتنو د پوره کولو لپاره هم استعمالېږي.
بې کوره شوي پښتانه يوازې په خپلو پلارنيو سيمو کې د سرشمېرنې له حق څخه بې برخې نه شول بلکې په بې سرپرستي او بې سر و ساماني کې چېرې هم د سرشمېرنې د عمل د باقاعده برخې جوړېدلو جوګه پاته نه شول. همدغسې په جګړه ځپلو سيمو کې د امنيت وضعیت جواز وګرځول شوه چې هلته د سرشمېرني ټيمونه پر يوه داسې واټن پاتې شي چې هلته د حکومت د خوښې پایلو د رامنځته کولو کار په آسانۍ سره کېدلی شو.
په کراچۍ او د سيند په نورو ښارونو کې په مليونونو پښتانه مېشت دي خو په سرشمېرنه کې د پرلپسې درغليو او په بېلابېلو انتخابي حلقو کې سره د پاشلو له کبله په رښتينې معنا د هغه مزدور په بڼه راڅرګندېږي چې نه څه شناخت لري او نه څه واک، يوازې مزد ته ناست وي.
په بلوچستان کې سرشمېرنه د پښتنو او بلوڅو تر منځ د يو تضاد او تنازعې د رامنځته کولو لپاره له لسيزو استعمالېږي. سرشمېرنه يو وفاقي عمل دی خو په دې هکله ځينې پښتانه تورلګوي چې اسلام آباد د يو سياسي لالچ په توګه بلوڅ اکثريتي صوبايي حکومت ته په سرشمېرنه کې د مداخلې لار ورکوي چې پښتون په يو اقليتي قام بدل کړي او ځينې بلوڅان د افغان کډوالو د پاکستاني تابعيت اخيستلو نکته د بلوڅو اکثريت په پښتنو د بېلنس کولو دسيسه نوموي.
دغو ناندرويو تر اوسه پورې په سرشمېرنه کې د څه شفافيت په رامنځته کولو کې کومه ونډه و نه لرله خو د دې قامونو تر منځ په واټن پېدا کولو کې يې لوی لاس ودرلود. زه فکر نه کوم چې د سرشمېرنې هيڅ يو ممکن شفافيت دې د قامونو د جغرافيوي غېر منصافانه حدبنديو او سياسي محکوميتونو سوالونو ته څه د اطمينان وړ ځواب ووئيلی شي.
په اختياراتو او شتمنيو کې د برخې پر سر لانجه کومه نوې يا غېر فطري خبره نه ده خو په دې لانجه کې ملي قضيې له پامه غورځول کوم داسې حکمت نه دی چې په تاريخ کې يې سپارښتنه تر سترګو شي. په سرشمېرنه کې د بلوچستان د اکثريتي قام د مرتبې د حاصلولو برسېره بلوڅان د خپل ګوادر او ريکوډيک له ملکيته بې برخې دي.
پوره يو نسل يې د يو بربڼد تشدد او خشونت خوراک ګرځېدلی دی، عين همدغه خبره د خېبر پښتونخوا د څرګند اکثريتي قام پښتون په هکله کېدای شي. موخه مې کله هم دا نه ده چې سرشمېرنه د کومې غېر ضروري مسئلې په توګه تشريح کړم، بلکې د يوې ډېرې زياتې ضروري مسئلې په سترګه ورته ګورم او هيله کوم چې څوک يې هم بايد ارزښت له پامه و ا نه چوي.
موخه مې يوازې د لومړيتوبونو د ترتيب سم ساتلو ته اشاره کول دي. برسېرنه نابرابري يا په وړو صوبو کې دننه ثانوي انتظامي سوالونه بايد چې پر ژوره نابرابري او ساختياتي سوالونو دومره غالب نه شي چې بیلا بېل قامونونه په خپلو کې سره مصروف پاته شي او واکمن يې پر وسایلو خپله ولکه په آساني سره جاري وساتي. بلوڅان او پښتانه په لوی تصوير کې مجبوره دي چې له يو او بل سره له ډېر مصلحت، برداشت او ګزارې کار واخلي.
له دې بحث څخه د نتيجه ګرۍ په توګه په زغرده وئيل کېدای شي چې په پاکستان غوندې هېوادونو کې د سرشمېرنې عمل د ولسونو د ګټو لپاره نه بلکې د واکمنې طبقې د ګټو دپاره تر سره کېږي. د غني خان خبره "وېش د بل په لاس دی که ته خاندې او که ژاړې." ولسونه يوازې په خپل حق کې د واک د اړېکو د بدلولو په مبارزه د پرمختګ لارې موندلی شي. په نورو ټکو، دا د سياست سوال دی، د بېوروکراسۍ او ټيکنالوژۍ سوال په دې لحاظ کله هم نه دی چې کوم دفتر به د کوم سافټ وېر په مرسته په قانون کې د ليکلي مسووليت له مخې دا ډول شمېرنې او درجه بندۍ وکړي چې حق به په حقدار ورسېږي.
دومره ترينګلی حالت دی چې قامونه دومره بې وسه دي چې پر خپله خاوره د ملکيت سوال عملاً ترې شاليد ته تللی دی، اوس د خپلو شتمنيو په آمدن او منافع کې هغه محدوه برخه هم نه شي تر لاسه کولی چې د ملک په اساسي قانون کې ورسره ژمنه شوې ده. د ژورو درغليو په مرسته په مرکز او صوبو کې داسې حکومتونه راوستل کېږي چې په اساسي قانون کې درج د صوبو برخه هم د مرکز (عملاً پنجاب) په ګټه تمامه کړي.
په پاکستان کې ملتپال او جمهوريت غوښتوونکي ګوندونه او سرکلونه ټول اوس پر دې يوازيني چلېنج مرکوز شوي ښکاري چې د رياست ادارې څه ډول پر اساسي قانون په عمل کولو پابنده وګرځوي.
(د ليکوال ټويټر هېنډل @khanzamankakar دی)