تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسټرالیا لومړنی هېواد شو چې مخدره درمل یې د رواني ناروغیو لپاره قانوني کړل
اسټرالیا په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې د ځینو رواني ستونزو د درملنې لپاره سیکډالیکس یا مخدره بوټي قانوني کوي.
هغه رواني ډاکتران چې جواز لري اوس کولای شي، د ایم ډي ایم اې په نامه دا مخدر بوټي د پوسټ ټراما سټریس ډس ارډر (پي، ټي، اېس، ډي) ناروغانو او دغه راز د جادويي مرخیړي په نامه بوټی د ډیپرېشن یا ژور خفګان ځینو ډولونو ناروغانو لپاره د درمل په توګه ولیکي.
د رواني ناروغیو ماهرین او ځینې ساینسپوهان دا ناندریزه پرېکړه د درملنې په برخه کې یو لوی بدلون بولي. ځینې نور بیا دا یوه داسې پرېکړه بولي چې په وینا یې په بیړه شوې او باید ډېره تبلیغاتي نه شي.
ماهرین وايي، اوس هم داسې احتمالي خطر شته، چې ناروغان د مخدره درملو تر اغېز لاندې ناسمه تجربه ولري.
د دې درملو د لګښت په هکله هم اسټرالیايي رسنۍ وايي، چې کیدای شي د یو کورس لګښت یې تر زرګونو ډالرو پورې ورسېږي. ایم ډي ایم اې چې د خوښۍ درملو په نامه هم یادېږي، مصنوعي مرکبات دي چې د کاروونکي انرژي زیاتوي او احساسات یې پاروي.
دا د کاروونکي حسي محسوسات زیاتوي او د زمان احساس یې کمزوری کوي. میجیک مشروم یا مرخیړي په هکله هم ویل کېږي چې په طبیعي ډول زرغونېږي او سیلوسایبین خواصو درلودلو له کبله احساس پارونکي دي.
په داسې حال کې چې اسټرالیا د دې مخدره توکو قانوني کولو لړ کې لومړنی هېواد شو، په امریکا، کاناډا او اسرائيل کې یې هم طبي تجربې دوام لري.
د نویو اصولو له مخې یوازې جواز لرونکي ډاکتران چې د رواني ناروغیو درملنه کوي، دا ډول درمل خپلو ناروغانو ته وړاندیز کولای شي.