حج؛ ''زما سپما د سږ کال حج ادا کولو لپاره بسنه نه کوي''

Muslims, who came to the holy lands from all over the world, perform night prayer as they continue their worship to fulfill the Hajj pilgrimage in Mecca, Saudi Arabia on July 01, 2022.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سالي نبيل
    • دنده, بي بي سي- عربي څانګه- قاهره
  • د خپرېدو وخت

د سعودي عرب په مکه المکرمه کې د حج بیت الله مراسم پیل شوي او د نړۍ له ګوټ، ګوټ څخه څه باندې ۲ اعشاریه درې میلیونه خلکو په دې سپېڅلو مراسمو کې ګډون کړی.

بل لور د سفر لګښتونو ډېرېدو له کبله د ګڼ شمېر مسلمانانو لپاره د حج کولو ارمان لاپسې سختېږي. د مصر پلازمېنه قاهره کې د یوه سفري شرکت مسوول په دې هکله وايي: ''د ډېرو خلکو لپاره اوس د حج سفر لګښتونه په ډېرېدو دي او له همدې کبله سږ کال د هغو کسانو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی چې د حج سفر لپاره یې نوملیکنه کوله.''

دا مسوول وايي، ښايي د هېواد اقتصادي وضعیت څرګندولو لپاره پرې نیوکې وشي او له همدې کبله نه غواړي په دې رپوټ کې یې د نامه یادونه وشي. له مصر نه د حج کولو تر ټولو ارزان بیه سفر لګښت چې حکومت یې مالي ملاتړ کوي، سږ کال لږ تر لږه شپږ زره ډالرو ته رسېږي، چې د پروسږکال پرتله دا لګښت دوه برابره شوی دی.

مصر چې د عربي نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی، ډېری وګړي يې نه توانېږي چې مکې المکرمې ته د حج سفر لګښت پوره کړي. حج چې د اسلام دین له بنسټیزو ارکانو یو دی، سږ کال یې د ادا کولو مراسم د جون له ۲۶ مې بیا د جولای میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې ترسره کېږي.

د حج ادا کول مې ارمان دی

له همدې کبله په داسې حال کې د حج ادا کولو لګښت ډېر شوی، د مصر نفوس ۳۰ سلنه وګړي ایله (لاس او خوله) ژوند کوي. د مصر یوه متقاعده ملکي ماموره فریده له پنځو کلونو راهیسې د حج ادا کولو لپاره پیسې سپموي. دا وايي: کله مې چې د سفر لګښتونو لیست ولید، حیرانه پاتې شوم، زما ټوله سپما هم دا لګښت نه پوره کوي.

فریده چې دلته یې اصلي نوم نه یادېږي، کونډه او د پنځو اولادونو مور ده. دا هم له همدې کبله چې په عام محضر کې د بیو لوړوالي شکایت و نه کړي، نه غواړي اصلي نوم یې په دې رپوټ کې یاد شي. فریده وايي، حج یې ځکه ارمان دی، چې په وینا یې دا د انسان روح پاکوي او وایي ''دا مې یو ارمان'' دی.

حچ

دا وايي، اولادونه یې ټول واده شوي، مالي او اقتصادي مسوولیت یې خپل دی او ''همدا یې وخت دی چې باید فرضي حج ادا کړم.'' دې څلور ځله عمره ادا کړې، چې د کال په هر موسم کې ادا کېدای شي. دا وايي، د حج لپاره یې د ځانګړې ویزې پر ځای د سیاحت درې میاشتنۍ ویزه ترلاسه کړې، نوموړې وايي له همدې کبله ''مکې المکرمې ته د حج موسم له پیله یوه میاشت مخکې ورسېدم.''

فریدې په نظام کې له یوې شته قانوني تشې ګټه اخیستې او ځکه یې د تګ راتګ لګښت د حج ادا کولو لګښت پرتله اتیا سلنه کم و. دا وايي: ''همدا یوازینی فرصت مې درلود.

هر کال له یو نیم میلیون نیولې تر دوو میلیونو پورې مسلمانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عرب ته سفر کوي.

یوازې د ۲۰۲۰ کال حج مراسمو په ترڅ کې د کووېډ-۱۹ مخنیوي قرنطین له کبله د حاجیانو شمېر خورا محدود ساتل شوی و. سعودي عرب مسوولین هر کال د بېلا، بېلو هېوادونو اوسېدونکو مسلمانانو لپاره د هغو کسانو شمېر ټاکي چې د حج مراسمو ادا کولو ویزه ورکول کېږي. اندونیزیا ته تر ټولو د زیاتو ویزو برخه ورکول کېږي چې ۲۷۰ میلیونه نفوس لري او په نړۍ کې د مسلمانانو تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد بلل کېږي.

د حج په مراسمو کې د جکارتا ونډه ۲۲۰ زره حاجیانو ته رسېږي. اندونیزیا حکومت پروسږکال د حج ادا کولو مراسمو لړ کې حاجیانو ته تر شپیته سلنې پورې سبسډي ورکړې وه، خو سږ کال یې پرېکړه کړې چې لګښت پنځوس سلنه کم کړي او د هر حاجي ونډه به تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې رسېږي.

یمني حاجیان

A Muslim pilgrim prays near the Kaaba, Islam's holiest shrine, at the Grand Mosque, in Saudi Arabia's holy city of Mecca on July 6, 2022, during the annual Hajj pilgrimage.

د عکس سرچینه، Getty Images

په داسې حال کې چې د نړۍ ډېری اوسېدونکو مسلمانانو لپاره د حج ادا کولو لګښتونه ډېر شوي، د سعودي عرب په ګاونډ کې د جګړه ځپلي یمن اوسېدونکو لپاره د حج ادا کولو لګښتونه نور هم پېچلي مسائل لري.

سعودي عرب له ۲۰۱۵ کال راهیسې د هغه ائیتلاف مشري کوي، چې په یمن کې د ایران پلوه حوثي وسله والو یاغیانو پر ضد هوايي عملیات کوي.

د یمن جګړې په دې هېواد کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین رامنځته کړی دی. سږ کال بیا لومړی ځل دی چې د جګړې له پیله راهیسې به یمني حاجیان له خپل هېواده مستقیماً سعودي عرب ته الوتنې کوي.

خو پلازمېنه صنعا له ۲۰۱۴ کال راهیسې د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده او له یمنه د جګړې له کبله هېڅ یوه سوداګریزه الوتنه د حاجیانو لېږدولو لپاره نه شته.

په یمن کې بیا د حج ادا کولو لګښت ۳۰۰۰ ډالرو ته رسېږي. یوه یمني خبریال راته وویل: ''په ۲۰۱۶ کال کې حج د هغه لګښت په نیمايي لاړم، چې اوس راځي، دا لګښت زما لپاره خورا ډېر دی.''