له بریتانیا د یوه پنا غوښتونکي ایستل د پاتېدو پرتله ۶۰ زره پونډه قېمته تمامېږي

A small boat crosses the Channel in July 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بیکي مورټن
    • دنده, سیاسي خبریال
  • د خپرېدو وخت

د بریتانیا حکومت ویلي، د رواندا په شان یوه بل هېواد ته له بریتانیا نه د یوه پنا غوښتونکي استولو لګښت په بریتانیا کې د پرېښودو پرتله ۶۳ زره پونډه لګښتي تمامېدای شي.‌

د ناقانونه کډوالو قانون د اقتصادي اغېز ارزونې رپوټ کې چې د پارلمان له لارې تېرېدونکی دی، راغلي چې یوازې د یوه تن د لېږدولو ټول ټال لګښت ۱۶۹ زره پونډه دی. خو په بریتانیا کې د پنا غوښتتونکو د پرېښودو په صورت کې له ۱۰۶ زره پونډو ورکول کېدو ډډه هم کېدای شي.

په بریتانیا کې د یوه کډوال د مېشتېدو او استوګنولو لپاره اضافي لګښتونه هم شته چې ټولنیزه او روغتیاپالنه هم پکې راځي.

د بریتانیا د کډوالو قانون هدف په کوچنیو بېړیو کې د کډوالو د ننوتلو مخنیوی ښودل شوی.

ددې پر ځای چې بریتانیا کې پرېښودل شي، نیول کېږي او یا رواندا یا کوم بل (خوندي هېواد) ته استول کېږي.

خو رواندا یا کوم بل هېواد ته د یوه تن د استولو لګښت چې باید هماغه حکومت ته ورکړل شي، نژدې ۱۰۵ زره پونډه اټکل شوی، سربېره پر دې ۲۲ زره پونډه د الوتکې د ټیکټ او له یاد تن سره د بدرګه کېدو لګښت هم په پام کې نیول شوی.

اټکل شوی چې ښايي ۵۰ تنه ولېږدول شي، خو الوتنو کې تر دې کم کسان لېږدول کېږي.

Migrants standing in a queue waiting to be processed in Kent.

د عکس سرچینه، Getty Images

کارګر ګوند دا ارزونه یو بشپړ کمپاین بللی او ویلي یې دي چې حکومت ددغه قانون د لګښت په تړاو کاملا جاهل و.‌

په سرپرست حکومت کې د کورنیو چارو وزیرې ایویټ کوپر ویلي "د کورنیو چارو وزارت له لوري خپرې شوې نوې شمېرې د دوی د کډوډۍ او ناکارنده پلان ښکارندويي کوي. دې ویلي: "ریښتونی لګښت" ښايي لوړ وي، ځکه چې حکومت "تر نا مالوم وخته" د دغو لګښت نه دی مشخص کړی.

بریتانیا په هوټلونوو کې هره ورځ کابو شپږ میلیونه پونډه د پنا غوښتونکو د استوګنځیو چمتو کولو پر چارو لګوي.

تېر کال تر ۴۵۷۰۰ ډېر کسان د کوچنیو بېړیو په خطرناکو سفرونو کې بریتانیا ته پورې وتلي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر د ناقانونه کډوالو د راتللو مخنیوی پخپلو پنځو لومړیتونو کې راوستلی و.