راپور: قطر کې د "کارګرو له مجبوريته ناوړه ګټه اخيستنه"

دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د سوداګرۍ او بشري حقونو د څار بنسټ قطر کې د کارګرو د وضعیت په اړه یو نوی راپور خپور کړی او پایلې یې ښيي چې د "کارګرو له مجبوریته ناوړه ګټه اخیستل شوې" او په "ډېرو سختو شرایطو کې کار کولو ته اړ ايستل شوي" دي.

دا کارګر تر ډېره د تېر نړیوال فوټبال جام لپاره لوبغالو او نورو ودانیو جوړولو کې په کار بوخت وو.

دا راپور په قطر او له قطر د باندې نورو هېوادونو کې له ۷۸ کارګرو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی.

له دې ډلې په پاکستان، هند، نیپال، يوګندا، کینیا او بنګله دیش کې له کارګرو سره مرکې شوي دي.

راپور کې د کارګرو له قوله ویل شوي چې د دوی له "مجبوریته ناسمه ګټه اخیستل شوې ، په سختو شرایطو کې کار کولو ته اړ ايستل شوي او د ګومارونکو له خوا ور سره ناسم چلن شوی".

قطر تېر کال د فوټبال نړیوالو سیالیو کوربه وو، په تېرو څو کلونو کې په قطر کې د لوبغالو، هوټلو او نورو اسانتیاوو د جوړولو لپاره زرګونه بهرني کارکوونکي په کار بوخت وو.

له دې وړاندې هم په قطر کې له بهرنیو کارګرو سره د ناسم چلن او د دوی د حقونو تر پښو لاندې کولو رپوټونه ورکړل شوي وو.

کارګرو یاد بنسټ ته ویلي چې ناوړه ګټه اخيستل د دوی له خپلو هېوادونو پيلېږي ، ځکه قطر ته د تګ لپاره ډېرې پیسې ورکوي، او دا پیسې له بانکونو او یا له خپلوانو پور اخلي، هغه هم د ډېر لوړ سود په مقابل کې.

۹۳ سلنه پوښتل شویو کسانو ویلي دوی اړ شوي ناقانونه پیسې یا رشوت ورکړي.

دوحه

د عکس سرچینه، Getty Images

دوی د ناوړه ګټه اخیستنې بېلابېلې بڼې بیان کړي، لکه دا چې د کار په مقابل کې بشپړې پیسې يې نه دي تر لاسه کړي، اضافه کار یې کړی خو پیسې نه دي ورکړل شوي، ژمنه ور سره یو څه خو عملي ډګر کې نورو کارونو کولو ته اړ ایستل شوي، له ژمنه شویو پیسو کمې ورکړل شوې.

راپور وايي دې چلن کارګر له بېلابېلو مالي ستونزو سره مخامخ کړي او پورونه پرې زیات شوي دي.

راپور زیاتوي چې د فوټبال له نړیوالو سیالیو وړاندې قطر کې د کار قانون کې له بدلون او د کفالت له منځه تلو سره سره عملي ډګر کې د کارګرو وضعیت د پام وړ نه دی ښه شوی او کارګرو سره شوې ژمنې نه دي عملي شوي.

د پوښتل شویو کارګرو له ډلې ځینو کسانو ویلي د ګومارونکو د غچ اخیستنې له وېرې یې شکایت نه دی کړی، خو د شکایت کوونکو له ډلې ۴۳ سلنه یې له غچ سره مخ شوي، د کار قرارداد یې پای ته رسول شوی، توقیف شوي او آن بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي.

په راپور کې د فوټبال له نړیوالې ټولنې فیفا غوښتنه شوې چې فوټبال نړیوالو سیالیو چمتو والي چارو کې د یوه ښکېل لوري په توګه د بهرنیو کارګرو د وضعیت په اړه پوښتنې ځواب کړي او د هغو اندېښمنوونکو سرغړونو په اړه دې سپیناوی وکړي چې د دوی په حق کې شوي دي.

فیفا ځواب کې ویلي د کارګرو د حقونو مسؤولیت د شرکتونو او د قطر دولت پر غاړه دی، خو زیاتوي د قطر د کار قانون کې د همدې سیالیو لپاره لوی بدلونونه راغلي چې سلګونه زره کارګرو ترې ګټه اخیستې ده.

قطر کې د فوټبال نړیوالو سیالیو تنظیموونکې ادارې د دې اندېښنو په ځواب کې ویلي د کمپنیو له خوا د کارګرو د حقونو تامین یې په ټینګه څارلی، د شکایتونو لپاره یې ۲۴ ساعته ټیلیفون فعال ساتلی او له ۱۲۰۰ زیات شکایتونه تر لاسه شوي دي.