بي بي سي موندنې: د اوکرايين جګړه کې ۲۵ زره روسي سرتېري وژل شوي

روسي سرتېري
د خپرېدو وخت

د بي بي سي د یوه څېړنیز راپور د اټکل له مخې، د اوکرایین په جګړه کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر له هغه څلور برابره لوړ دی چې مسکو اعلان کړی دی.

د دغه څېړنیز راپور له مخې، پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیله د روان کال تر اپرېل میاشتې ۲۵ زره روسي سرتېري وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د روسیې دفاع وزارت په اوکراین کې د خپلو ۶ زره سرتېرو وژل کېدل تائید کړي دي.

دغه څېړنه د بي بي سي د روسي سرویس او مدیازونا ویبپاڼې له خوا په ګډه شوې او په اوکرایین کې د روسیې د وژل شویو سرتېرو شمېرې یې د سرتېرو د قبرونو له شمېرلو، په خواله رسنیو له خپرو شویو پوسټونو او د ځايي رسنیو د راپورونو له ارزولو وروسته تر لاسه کړې دي.

اوکرايين

دا راپور وايي، پر اوکرایین د روسیې د یرغل په پیل کې وژل کېدونکي روسي سرتېري تر ډېره مسلکي او روزل شوي کسان وو، خو دمګړۍ په دغه جګړه کې وژل کېدونکي هغه تر ډېره د پاخه عمر لرونکي، خو بې تجربې کسان دي.

د راپور موندنې ښيي په دا وروستیو کې د اوکرایین په جګړه کې ډېری وژل شوي د واګنر نیابتي ډلې جنګیالي دي چې د روسیې له زندان څخه د پیسو او له زندانه د خلاصون په لالچ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږل شوي دي.

جګړه کې د بنديانو کارول

روسي سرتېري

راپور په اوکرایین کې د یوه زنداني "الکساندر زوبکوب" د وژل کېدو کیسه رااخیستې ده.

راپور وايي، هغه په ۲۰۲۰ کال کې له ۶۰۰ ګرامه نشه يي توکو سره ونیول شو چې له امله یې محکمې هغه په ۹ کاله زندان محکوم کړ.

د راپور له مخې، واګنر ډلې هغه سره په زندان کې تماس ونیو او د میاشتې د ۱۲۵۰ ډالرو معاش او له شپږ میاشتې جګړې وروسته یې د بند پاتې مودې د معاف کېدو په بدل کې هغه وهڅاوه د اوکرایین جګړې ته لاړ شي.

روسي سرتېري

راپور وايي، زوبکوف په اوکرایین کې تر پنځو میاشتو تېرولو وروسته د واګنر ډلې له خوا پر ختیځ ښار باخموت د خونړۍ جګړې پر مهال ووژل شو.

د بریتانیا د دفاع وزارت په تېره فبرورۍ میاشت کې وویل، د دوی د اټکل له مخې د اوکرایین په جګړه کې له ۴۰ تر ۶۰ زرو روسي سرتېري وژل شوي دي. اوکراییني چارواکي وايي، تر دمګړۍ یې ۲۰۰ زرو روسي سرتېرو ته مرګژوبله اړولې ده.

سیاسي شنونکي او د روسیې د ولسمشر ولادیمير پوتین پخوانی نژدې مشاور "سرګي مارکوف" د تازه څېړنیز راپور د موندنو په اړه بي بي سي ته وویل، "نه شو کولی دغه شمېرې جدي وګڼو"

نوموړي زیاته کړه، "چې سپینه وکړم، فکر کوم په جګړه کې ټول ښکېل اړخونه ناسمې شمېرې ور کوي. داسې هم ویلی شو؛ داسې شمېرې ور کوي چې د دوی له تبلیغاتو سره اړخ لګوي. زه د یوه شنونکي په توګه د هېڅ لوري په شمېرو باور نه لرم؛ نه د روسيې، نه د اوکرایین او نه هم د هغو لوېدیځو هېوادونو چې په دې جګړه کې ښکېل دي او د اوکرایین له پوځ څخه د نیابتي ځواک په توګه استفاده کوي."

روسي سرتېري

د عکس سرچینه، Reuters

د بي بي سي راپور زیاتوي، دوی نه دي توانېدلي د اوکرایین په جګړه د ټولو وژل شویو کسانو شمېر معلوم کړي، خو دا ۲۵ زره وژل شوي هغه کسان دي چې دوی ته یې ازادو سرچینو معلومات ورکړي یا هغو داوطلبو ورته ویلي چې د وژل شویو کسانو په یادغونډو کې یې ګډون کړی یا یې په هدیرو کې د هغوی خښول لیدلي دي.

راپور وايي، دوی همدارنګه په دې راپور کې په دونباس ښار کې د روسي ژبو بېلتونپالو مړي هم نه دي شمېرلي.

لکه څنګه د اوکرایین په جګړه د ټولو وژل شویو روسي سرتېرو د کره شمېر په اړه شمېرې تېرې بېرې دي، همداسې په دغه جګړه د روسیې له خوا د وژل شویو اوکراییني سرتېرو د مرګژوبلې د کره شمېر په اړه هم لا کره معلومات نه شته.