مالیزیا د نیویارک مېشتې ټوکمارې نیولو لپاره له نړیوالو پولیسو مرسته غوښتې

د خپرېدو وخت

مالیزیا له انټرپول یا نړیوالو پولیسو غوښتي، چې نیویارک کې مېشتې ټوکمارې په نیولو کې ورسره مرسته وکړي.

د جوسلین چیا په نامه دغې ټوکمارې د مالېزیا MH370 هوايي کرښې پر الوتکې ټوکې کړي چې ورکه شوې وه.

پولیس وايي، آغلې چیا چې اصل کې امریکایۍ ده، او په سینګا پور کې لویه شوې، پر انلاین د سپکاوي قوانینو له مخې تر پلټنې لاندې ده.

پر مالیزیا د نوموړې ټوکې چې تېره اوونۍ پر خواله رسنۍ خپرې شوې، د مالیزیا د رسمي اعتراض او د سینګاپور د بښنې غوښتلو لامل شوې.

MH370 الوتکه، د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې له کوالا لمپوره تر الوتنې وروسته ورکه شوه.

د هند به سمندر کې د څلورو کلونو له لټون سربېره، مالیزیا د یادې الوتکې پر موندلو بریالۍ نه شوه.

باور دا دی چې په الوتکه کې س‍پاره ۲۳۹ کسان ټول وژل شوي دي.

د سه شنبې پر ورځ د مالیزیا د ملي پولیسو مشر اکریل عبدالله ثاني وویل چې د آغلې چیا "بشپړ هویت" او "وروستي ځای" موندلو لپاره به انټرپول ته یو غوښتنلیک وسپاري.

دا جنجال وروسته له هغې پیل شوی چې هغې پر خواله رسنۍ د مالیزیا د ورکې شوې الوتکې په تړاو له مسخرو ډک یو ویډیويي کلیپ خپور کړ.

دا د سنګاپور او مالیزیا د تاریخي سیالۍ یو انځور هم په ډاګه کوي چې یو وخت د یوه هېواد برخه وو.

هغې دې ته په اشارې چې سینګاپور اوس "د پرمختللې نړۍ هېواد" په توګه سر راپورته کړی او مالیزیا لا "د پرمختګ په حال کې" هېوادونو په ډله کې دی او د ټوکو په ډول یې ویلي و چې د مالیزیا الوتکه "الوتنه نه شي کولای."

مېرمن چیا زیاته کړې: "د مالیزیا الوتکه ورکېږي، خندونکې نه ده؟ ځینې ټوکې هېڅ ځای نه نیسي."

دغې ویډیو چې په مالیزیا کې ګډوډي جوړه کړې، د ټېک ټاک دغه ویډیو د کرکجنې محتوا درلودلو له امله لېري کړې چې د یاد شرکت قوانین پکې تر پښو لاندې شوي.

مالیزیا کې د سینګاپور سفیر ویلي، آغلې چیا د سینګاپور د خلکو په استازولۍ نه غږېږي.

د سینګاپور بهرنیو چارو وزیر ویویان بالاکریشنان د آغلې چیا "وحشتناکې څرګندونې"غندلې دي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ هغې سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي‌ و، دا کار یې له کومې ستونزې پرته له "۱۰۰" ځلې زیات کړی دی.

هغې زیاته کړې چې پر خپلې شوې ټوکې ولاړه ده خو وايي خبرې یې بشپړې نه دي را اخیستل شوې او ناسمې تعبیر شوې دي.