تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مالیزیا له پخواني واکمنه د میلونو ډالرو توکي نیول شوي
په مالیزیا کې پولیسو د ۲۷۳ میلونه ډالر په ارزښت ګاڼه او نور توکي د پخواني لومړي وزیر نجیب رزاق او د هغه د مېرمنې په نامه کورونو کې نیولي دي.
په نیول شوې ګاڼې کې د یو اعشاریه شپږ میلونو ډالرو په ارزښت یوه غاړکۍ او ۱۴ ګران بیه تاجونه دي.
سربیره پر دې ۲۷۲ داسې لاسي بکسونه هم پولیسو موندلي چې هر یو یې زرګونه ډالر بیه لري.
پولیسو دا هرڅه د فساد په اړه د څېړنو په ترڅ کې د ښاغلي رزاق او د هغه د مېرمنې په نامه کورونو کې موندلي دي.
پولیس وايي دا د مالیزیا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دې کچه ګاڼه او پېسې نیول کېږي.
نیول شوې ګاڼه ۱۲۰۰۰ قلمه یا ټوکه ده چې تر ټولو ګران بیه یې د یو اعشاریه شپږ میلونو ډالرو په ارزښت یوه غاړکۍ ده.
د پولیسو وينا ده چې ۳۰ میلونه نقد ډالر یې په ۵۶۷ لاسي بکسونو کې وموندل او د دې ترڅنګ یې په دغو کورونو کې ۴۲۳ ګران بیه ساعتونه او ۲۳۴ جوړې لمر ضد ګران بیه عینکې وموندلې.
د پولیسو مشر امر سینګ یوې خبرې غونډې ته وویل: ''موږ نه شو کولای چې نیول شوي توکي د نیول کېدو په ځای کې وشمېرو. ''
ښاغلي سینګ زیاته کړه چې پنځه اونۍ وخت یې ونیوه چې دوی نیول شوي توکي وشمېري او بیه یې معلومه کړي.
رپوټونه وايي چې له هغه بنسټه چې ښاغلي رزاق جوړ کړی میلونونه ډالر ورک دي.
د مالیزیا پخوانی لومړی وزیر نجیب رزاق تورن دی چې د خپل بنسټ له بودیجې نه یې ۷۰۰ میلون ډالر غبن کړی.
نوموړی د تېرې مې په میاشت کې د انتخاباتو له بایللو وروسته تر تحقیقاتو لاندې دی.
د یادونې ده چې د مالیزیا پخوانۍ لومړۍ مېرمن روسما د ګران بیه توکو د اخیستلو له امله مشهوره وه.
هغه د فیلپین له لومړۍ مېرمنې ایملیډا مارکس سره چې له ګران بیه توکو او بوټانو سره مینه لري پرتله کېده.
په ټاکنو کې له پاتې راتللو وروسته له ښاغلي رزاق او د هغه له مېرمنې نه د فساد اړوند تحقیقات روان دي او دواړه له هېواده له وتلو منع شوي دي.