تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مصر پولې ته څېرمه دری اسرائیلي پوځیان وژل شوي
د اسرائیلو پوځ وايي، له مصر سره پولې ته څېرمه د یوه وسله وال کس په ډزو درې اسرائیلي پوځیان وژل شوي او څو تنه ټپیان دي.
د شنبې په ورځ سهار د یو نارینه او یوه ښځینه سرتیرې مړه وموندل شول.
د دوی مړي د پوځ پوستې شاته پراته وو او هغه مهال د نورو ور پام شو چې خپلو تلیفونونو ته یې ځواب نه ورکاوه.
درېیم اسرائیلی سرتیری او تورن بریدکوونکی چې ګومان کېده مصری پولیس دی، د لټون په عملیاتو کې ووژل شول.
دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه رامنځ ته شوه، چې په پوله کې د نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د اسرائیلو د پوځ یوه ویاند کرنل ریچارډ هیچټ وايي، د ۴ لکو امریکايي ډالرو په ارزښت نشي توکي نیول شوي دي.
دی وايي، دا نشي توکي په داسې حالت کې ونیول شول، چې یو کس د تلاشي نه د خلاصون لپاره د عادي لارې په ځای بدله لاره خپله کړه. نوموړي ویاند زیاته کړه، چې ښايي دا وروستۍ وژنې له همدې نشه يي توکو سره تړاو ولري.
د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: "په څېړنو کې د مصر له پوځ سره بشپړه همکارۍ کوو."
وروسته اسرائیلو او مصري پوځیانو هم ومنله، چې وژل شوی بریدګر د مصر د امنیتي ځواکونو غړی و.