ایران د بندیانو تبادله کې اروپايي زندانیان خوشي کړي دي

Screenshot of Iranian diplomat Assadollah Assadi on Iranian state TV following his release by Belgium

د عکس سرچینه، IRIB

د عکس تشریح، له هغه یوه اونۍ وروسته چې بلجیم زندانی شوی ایرانی دیپلومات اسدالله اسدي خوشی کړ، ایران درې اروپایان خوشي کړي.
    • Author, ندیم شاد
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

اتریش کې چارواکو له هغه وروسته ډاډ څرګند کړی، چې د دې هېواد دوه وګړي په ایراني زندان کې له کلونو بند وروسته خوشي شوي دي.

کامران قادري او مسعود مصاحب چې ایراني الاصله اتریشیان دی، چې د یوه ایراني دیپلومات او اروپایانو بندیانو په یوه تبادله کې خوشي شوي دي.

د دې دواړو کسانو پر نیول کېدو په نړیواله کچه نیوکې شوې وې. دوی دواړه د امنیتي ملحوظاتو او جاسوسۍ په تور نیول شوي وو.

بل لور بلجیم کې چارواکو ویلي، د ډنمارک یو اوسېدونکی هم دې لړ کې خوشی شوی دی. د بلجیم لومړي وزیر الکساندر دي کرو په وینا درې سره کسان له طبي معایناتو وروسته د عمان له لارې بلجیم ته تللي دي.

د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، دغه کسان به له برسلز سره نژدې میلسبرویک پوځي هوايي ډګر کې د بهرنیو چارو له وزیرې هادجه لهبیب سره وویني.

د اغلې لهبیب اتریشي سیال الکساندر شالینبیرګ پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې ډاډ څرګند کړی، چې دغه دواړه کسان ''له کلونو سخت زندان '' وروسته کور ته ستنېږي.

ښاغلی قادري ۲۰۱۶ کال کې ایران کې ونیول شو او د جاسوسۍ په تور په لس کاله زندان محکوم شو، خو کورنۍ یې وايي، په زور ترې اعتراف اخیستل شوی و.

ښاغلی مصاحب بیا چې فکر کېږي، نژدې اویا کلن دی، په ۲۰۱۹ کال کې تهران کې نیول شوی و او د بخښنې نړیوال سازمان په وینا ''د مبهمو جرمونو په تور زنداني شوی و. '' دوی دواړو په ترتیب سره ۲۷۰۹ او ۱۵۸۶ ورځې په ایراني زندانونو کې تېرې کړې.

له دې مخکې بیا د ایران او بلجیم تر منځ د بندیانو تبادله کې مرستندوی کارکوونکی اولیور واندیکاستیلي او ایرانی دیپلومات اسدالله اسدي شامل وو.

ښاغلي واندیکاستیلي ته په جنورۍ میاشت کې د جاسوسۍ او نورو تورونو په تور د ۴۰ کالو زندان سزا ورکړل شوې وه، خو دی پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

ښاغلی اسدي بیا ۲۰۲۱ کال کې بلجیم چارواکو په فرانسه کې د بمي چاودنې ناکامې هڅې په تړاو په ترهګرۍ تورن کړی و او له همدې کبله د شل کالو زندان سزا ورکړل شوې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزیر بیا د نوموړي په هکله ویلي و، چې په ''غیر قانوني '' توګه نیول شوی.