عرب ليګ ته سوريې بېرته ستنېدل؛ د مشرانو له خوا يې تود هرکلی وشو

عرب ليګ

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

په تېرو ۱۲ کلونو کې په لومړي ځل د عرب ليګ په سرمشريزه کې د سوريې ولسمشر بشار الاسد ګډون وکړ او ناستې ته يې خبرې وکړې.

نوموړي د سرمشریزې ګډونوالو ته وویل: "زه هیله لرم چې دا به د عربو ترمنځ د پیوستون د نوي پړاو پیل وي ترڅو په سیمه کې سوله رامنځ ته شي او د جګړې او ویجاړۍ ځای پرمختګ او سوکالي ونيسي."

د سوریې ولسمشر دا هم وویل، چې هېواد به یې په عربي نړۍ پورې تړاو ولري، خو د عربي هېوادونو په کورنیو چارو کې یې د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي اسد په خپله وینا کې وویل: "دا مهمه ده چې داخلي چارې د هېواد خلکو ته پرېښودل شي، ځکه چې دوی کولی شي خپلې چارې په ښه توګه اداره کړي."

عرب لیګ ته د بشارالاسد راتګ د نورو غړو هېوادونو د مشرانو له تاوده هرکلي سره مخ شوی.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په جده کې د دې غونډې د پرانیستلو پر مهال وویل، په دې غونډه کې د بشارالاسد له حضوره خوښ دی او هیله یې څرګنده کړه چې د بشارالاسد راتګ به په عربي نړۍ کې د ثبات له ټینګښت سره مرسته وکړي.

سوريه

د عکس سرچینه، Reuters

د الجزایر لومړي وزیر ایمن عبدالرحمن هم وویل: "زه غواړم په لوړ غږ د سوریې هرکلی وکړم چې په دې اتحادیه کې او د خپلو وروڼو په منځ کې خپلې څوکۍ ته بېرته راغلی دی."

دا له هغه وروسته لومړی ځل دی چې ۱۲ کاله مخکې دې ټولنه کې د سوریې غړيتوب وځنډول شو. بشار الاسد وروسته له هغه ورټل شو، او عربي ټولنه کې يې غړيتوب لغوه شو، چې حکومت يې د ۲۰۱۱ کال مارچ کې ډيموکراسۍ پلوه احتجاجونه وځپل، يو داسې څه چې ورپسې يوې ويجاړوونکې کورنۍ جګړې ته يې لار پرانيسته، او سلګونه زره خلک په کې ووژل شول.

خو ټول هېوادونه عرب لیګ ته د سوریې بېرته راستنیدو ته لېواله نه دي. قطر په يو ډول د سوريې بېرته راتګ يوازې د عربي هېوادونو لپاره منلی دی.

سرمشريزه کې فلسطين اصلي قضيه وبلل شوه

د سرمشريزې په بيان کې د فلسطين قضيه د عربي نړۍ اصلي قضيه بلل شوې، ټينګار شوی چې فلسطينيان حق لري د ۱۹۶۷ کال حدودو کې خپلواک دولت ولري چې ختيځ بيت المقدس به يې پلازمېنه وي.

بيان کې دغه راز د سولې او خبرو له لارې د سوريې، سودان، ليبيا او نورو عربي هېوادونو د ستونزو پر حل ټينګار شوی.

د سرمشريزې وروستي بيان له دولتي چوکاټه د باندې د هر ډول ملېشه يي ځواک موجوديت رد کړی دی. يا دې وي چې په سوريې، لبنان، عراق او ځينو نورو عربي هېوادونو کې ملېشه يي ځواکونه شته چې تر ډېره یې ايران ملاتړ کوي.