اوکرایین په باخموت کې د خپلو ځواکونو د پرمختګ ادعا کړې

باخموت نژدې یو اوکرایینی سرتېری د مې پر درېیمه د ټانک ضد وسلې ډزې کوي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، باخموت نژدې یو اوکرایینی سرتېری د مې پر درېیمه د ټانک ضد وسلې ډزې کوي.
د خپرېدو وخت

اوکرایین چارواکي وايي، د هېواد په ختیځ ښار باخموت کې یې ځینې سیمې بېرته له روسي ځواکونو نیولې دي. د اوکراییني ځواکونو دا پرمختګ په تېرو څو میاشتو کې کمساری بلل کېږي.

اوکراییني چارواکي وايي، د دوی ځواکونو په یوه اونۍ کې دوه کیلومتره پرمختګ کړی، او روسیې ویلي، ځواکونه یې په یوه سیمه کې بېرته یو ځای شوي.

که څه هم په باخموت کې دا د وضعیت بدلون یوه اشاره ده، خو په ټول کې د باخموت لپاره د اوکرایین ځوابي بریدونو څرګند شواهد نه دي لیدل شوي.

پر خواله رسنۍ ټیلیګرام یوه پیغام کې د دفاع وزارت مرستیاله هنا مالیار وايي، په داسې حال کې چې اوکراییني ځواکونو د هېڅ یوه ځای له لاسه ورکولو پرته له روسي ځواکونو دوه کیلومتره سیمه ونیوله، روسي ځواکونو ته درانه زیانونه هم اوښتي دي.

بل لور د روسیې تر کنټرول لاندې لوهانڅک کې د جمعې پر ورځ د دوو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. په ختېځ اوکرایین کې د جګړې لومړۍ کرښې ته له نژدې ۹۰ کیلومتره لېرې پرتې سیمې نه د لوګي پورته کېدو تصویرونه خپاره شوي، چې بي بي سي تائید کړي دي.

د دې چاودنو لامل څرګند نه دی، خو له هغه ایله دوې ورځې وروسته کېږي، چې بریتانیا وویل، اوکرایین ته یې د توپان سیوری نومي داسې کروز توغندي ورکړي، چې په اوږده واټن کې ګوزار کوي. د یادونې ده، چې لوهانڅک سیمه کې روسي هدفونه د هیمارس نومي توغندیو د ګوزار له حده لېرې پرته سیمه ده، چې مخکې پرې اوکراییني ځواکونو تکیه کوله.

له دې مخکې د روسیې دفاع وزارت وویل، د باخموت په یوه سیمه کې یې د ستراتيژیکو لاملونو له کبله خپل ځای بدل کړی دی.

د یاد وزارت چارواکي وايي، د دوی ځواکونو له دفاعي پلوه یوه غوره ځای کې یو ځای شوي دي. خو د روسیې ملېشو واګنر مشر یوګیني پرېګوژین بیا وايي، هغه څه چې د روسیې دفاع وزارت یې وايي، د بیا یو ځای کېدو پر ځای (تېښته ده.

که څه هم د باخموت تکتیکل اهمیت په هکله ماهرین یوه خوله نه دي، خو د ډېرو په اند د خونړۍ جګړې په دې پړاو کې یې سمبولیک اهمیت ډېر دی.