۱۳ کلن هلک د موټر چلوونکي له بېهوښۍ سره موټر سمبال کړ او ۶۰ ماشومان یې وژغورل

د عکس سرچینه، Carter Middle School
د امریکا په میشیګان ایالت کې یو دیارلس کلن هلک د خپل هوښیارۍ او زړورتیا له امله ښه ستایل شوی.
چارواکي وايي، په میشیګان کې یوه دیارلس کلن ماشوم د خپل ښوونځي د ۶۰ نورو ماشومانو ژوند هغه مهال وژغوره، چې د ښوونځي بس چلوونکی بېهوښه شو او د موټر د شټرینګ کنټرول همدې ماشوم په لاس کې واخیست.
دغه ماشوم تر هغه موټر وچلاوه، چې د درېدو لپاره یې ورته مناسب ځای پیدا کړ.
ډیلن ریویس د منځني ښوونځي زده کوونکی دی او د امریکا په میشیګان ایالت کې اوسېږي.
نوموړی د پېښې پر مهال د بس په پنځم قطار کې ناست و.
کله چې هغه پوه شو، موټر چلوونکي هوښ له لاسه ورکړی، په بېړه یې د موټر مخې څوکۍ یا قطار ته ځان ورساوه او د شټرینګ په نیول سره یې موټر کنټرول کړ.
د همدې پېښې یوه ویډیو هم خپره شوې، د بس چلوونکی په کې لیدل کېږي چې هڅه کوي نورو چارواکو ته د خپل نامناسب روغتیايي حالت په اړه خبر ورکړي.

د عکس سرچینه، Reeves family
ډیلن د همدې زړه ورتیا له کبله ډېر محبوب شوی او د سیمې خلک د همدې "اتل" ماشوم په ستاینه نه مړیږي.
د اړونده ناحیې مشر ورته لیکلي: "موږ ستاسو په زړورو کړنو ویاړو!"
د ماشوم جرائت او تېز سوچ
دا پېښه هغه مهال وشوه، چې زده کوونکي له ښوونځي د کور په لور روان وو.
کله چې بس چلوونکي لوړو چارواکو ته احوال ورکړ، چې روغتیايي حالت یې ښه نه دی له همدې سره بېهوښه شو او د موټر پر شټرینګ یې واک نه درلود، موټر هم له خپلې کرښې ووت او په چټکۍ روان وو.
ویډویو کې ښکاري چې ماشومان چیغي وهي او ډېر وېریدلي دي.
چارواکي وايي، ډیلن ریویس چې چلوونکی یې په بېهوښۍ حالت کې ولید، ځان یې د بس چلوونکي څوکۍ ته ورساوه او د موټر کنټرول یې خپل لاس کې واخیست.
ډیلن چې موټر سمې لارې ته برابر کړ او په مناسب ځای کې ودراوه، سم لاسي یې په نور غږ وکړ چې بېړنۍ شمېر ۹۱۱ ته زنګ ووهئ.

د عکس سرچینه، CBS
کله چې چارواکو د ډیلن مور او پلار ته زنګ وواهه، پلار یې وار له مخې ورنه وپوښتل، چې زوی یې څه کړي دي؟
له دې سره چارواکو ورته وویل: "نه، ستاسو زوی یو اتل دی."
له پېښې وروسته، د ډیلن مور په ویاړ سره فیسبوک کې ولیکل: "هغه کور ته راورسید او نور کسان هم د ده له برکته خوندي دي!"
نوموړې زیاته کړه: "د ډیلن لپاره دا یوازې یوه بله ورځ ده، خو هغه نه پوهېږي چې نن ورځ څومره خلک پر ده ویاړي."
د بس چلوونکي د ناسمې روغتیا لامل نه دی په ډاګه شوی.






















