تایلنډ کې پولیسو هغه ښځه نیولې چې شک دی خپل ۱۲ ملګري یې په زهرو وژلي

د خپرېدو وخت

د تایلنډ پولیس وايي، یوه ښځه یې نیولې چې پرې تور دی د سیانایډ زهرو په وسیلې يې خپل ۱۲ ملګري مسموم او وژلي دي.

سارات رانګسیوتاپورن د سې شنبې په ورځ د تایلنډ په پلازمینه بنکاک کې د یوه ملګري د مړینې په تړاو د پولیسو له څېړنو وروسته ونیول شوه.

وروستی قرباني د دې میاشتې په پیل کې له سارات سره د سفر پرمهال مړ شو، چې دې کار د هغه د کورنۍ غړي شکمن کړل.

د تایلنډ پولیسو له یوې څېړنې وروسته وویل، دوی باور لري چې سارات د خپل پخواني ملګري په ګډون ۱۱ نور کسان وژلي دي. پولیس ادعا کوي چې هغه د "مالي دلایلو" له امله وژل شوی دی. خو سارات پرې لګېدلي ټول تورونه رد کړي دي.

تایلنډي چارواکو په ضمانت د هغې خوشې کول هم رد کړي.

پولیسو ویلي، دوه اوونۍ وړاندې، سارات له خپل ملګري، سیریپورن خانوانګ سره، د بنکاک لوېدیځ راچابوري ولایت ته لاړل او دواړو په یوه سیند کې د بودا د ساتنې په مراسمو کې ګډون کړی وو.

لږ وروسته، د هغې ملګری د سیند په غاړه راپریوت او مړ شو.

پولیس وايي، د معایناتو په پایله کې د هغه په بدن کې د سیانایډ نښې ښکارېدې. کله چې د هغه جسد وموندل شو د هغه تلیفون، پیسې او بټوه هم ورک وو.

چارواکو ویلي، ادعا ده نور قربانیان هم په ورته ډول وژل شوي، خو د نورو جزئیاتو له ورکولو یې ډډه وکړه. پولیس وايي دا وژنې له ۲۰۲۰ کاله پیل شوې وې.

پولیسو تر اوسه د ټولو قربانیانو هویت نه دی په ډاګه کړی، خو په وژل شویو کې د سارات پخوانی ملګری او دوه ښځینه پولیسې هم شاملې دي.

د تایلنډ پولیسو د سارات له شریکه هم پوښتنې کړې دي، چې په راچابوري ولایت کې د پولیسو لوړ پوړی افسر دی. د تایلنډ رسنیو راپور ورکړی، دغه جوړه په وروستیو کې سره جلا شوې وه.

پولیس وايي، سارات ټول قربانیان پېژني او ښايي د دې کار تر شا یې مالي انګېزه وي.

د پولیسو په باور د هغې یوې ملګرې، سارات ته ۲۵۰ زره بایټ چې ۷۳۰۰ ډالر کېږي پور ورکړی و.

هغې ښځې له سارات سره له ډوډۍ خوړلو وروسته کانګې کړې او بې هوښه شوې وه، خو ژوندۍ پاتې شوه.

د پولیسو په وینا، د قربانیانو خپلوانو د ګاڼو او نغدو پیسو د ورکېدو خبر هم ورکړی دی.

پولیس وايي هغه مهال ځینې کورنۍ په سارات شکمنې نه وې، نو له همدې کبله ورته د ثبوتونو راغونډول ګران وو. د پولیسو په وینا ځینې جسدونه هم سوځول شوي دي.

که چېرې د پام وړ وژونکي زهرجن مواد سیانایډ کارول شوي وي ، نو د شخص تر مړینې څو میاشتې وروسته هم د هغه نښې په جسد کې موندل کېدای شي.

دا زهرجن مواد د بدن حجر‎ې له اکسیجنه محروموي، چې کولی شي د زړه درېدو لامل شي. لومړنۍ نښې یې سرخوږی، ساه لنډي او کانګې بلل کېږي. د دې زهرجنو موادو کارول په ټایلنډ کې په پراخه کچه تر څار لاندې دي او که څوک یې په ناقانونه توګه ترلاسه کړي نو تر دوو کلونو پورې په بند محکومېږي.