په الاقصی جومات کې د لمونځ کونکو او اسراییلي پولیسو ترمنځ نښتې شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
د اسراییلو پولیس وايي، سهار وختي عملیاتو کې یې ۳۵۰ مسلمان عبادت کوونکي نیولي دي. پولیس وايي دغو عبادت کوونکو سره چې اعترضیان یې بولي، په جومات کې دننه د اور اچونې وسایل، لرګي او ډبرې وې.
فلسطینیان بیا وایي چې اسراییلو ځواکونو له خلکو د سیمې پاکولو لپاره لاسي بمونه او ربړي ګولۍ کارولې او ۱۴ تنه یې ټپیان کړي دي.
د فلسطینۍ ادارې سرې میاشتې ټولنه وایي، اسراییلي ځواکونو ان سیمې ته د روغتیایي ډلو د ورتګ مخه هم نیولې ده.
له پېښو وروسته وسله والو له غزې تراډې د اسراییلو په لور نهه راکټ توغولي او اسراییلو یې هم په ځواب کې هوایي بریدونه کړي دي.
وروستی تاوتریخوالي د روژې میاشتې او د یهودیانو د عید الفصح سره هم مهال رامنځته شوي.
الاقصی جومات چې د مسلمانانو او یهودیانو لپاره سپېځلی ځای دی، وخت ناوخت د دواړو خواو ترمنځ د مذهبي مراسمو په وخت کې د تاوتریخوالي سیمه وي.
د سه شنبه په ورځ فلسطینیان له همدې امله په جومات کې راټول شوي وو چې یهودي سخت دریځو غوښتل هلته دننه شي او د فصح اختر په مناسبت هلته په ټاکلي ځای کې یوه وزه قرباني کړي.
اسراییلي پولیسو ویلي، ځوانو فلسطینیانو قانون مات کړی او غوښتل یې هلته ګډوډي رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په شخړو کې یو پولیس هم د ډبرې ګوزار له امله ټپي شوی.
په خواله رسنیو خپرو شویو وېډیوګانو کې هم لیدل کېږي چې پولیس او معترضین یو پر بل بریدونه کوي.
د فلسطین د ولسمشر ویاند نبیل ابو ردینه د اسراییلي ځواکونو عملیات غندلي او هغه یې د مسلمانو عبادت کونکو او سپیڅلي ځای پر ضد د " اشغالګرو" برید بللی دی.
حماس ډلې هم دا نه بښونکی عمل بللی او خبرداری یې ورکړی چې بدې پایلې به ولري.
دې ډلې د اسراییلو په لور توغندي هم توغولي او اسراییلي ځواکونو بیا د ځمکې او هوا له لارې په سیمه کې بریدونه کړي دي.
له یادو پېښو وروسته وېره ډېره شوې چې ښایې د روژې په میاشت کې بیا د دواړو خواوو ترمنځ جګړې زور واخلي.





















