د هند د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي پارلماني غړیتوب لغوه شو

د خپرېدو وخت

د هند حکومت د مخالف ګوند مشر راهول ګاندي د پارلمان غړیتوب وروسته له هغه لغوه شو چې حیثتي زیان اړولو په یوه قضیه کې په دوه کاله بند محکوم شو.

د یادولو وړ ده چې د کانګرس مشر راهول ګاندي د سورت یوې محکمې په حیثت د تېري څلور کلنې پخوانۍ قضیه کې په دوه کاله بند تېره ورځ (۲۳/۰۳/۲۰۲۳) محکوم کړ.

د هند د قانون له مخې که چیرې د پارلمان کوم غړی په دوه کاله یا له دې زیاته موده بند باندې محکوم شي د پارلمان غړیتوب یې ختمېږي.

راهول ګاندي ته د ۳۰ ورځو ضمانت ورکړل شوی.

نوموړی وايي، چې د دې پرېکړې پر ضد به قانوني غږ پورته کړي.

راهول ګاندي د هند د جنوبي ایالت کیرالا له انتخاباتي حوزې څخه د پارلمان غړی ټاکل شوی و.

د نوموړي ګوند د محکمې پریکړه ناسمه وبلله او د جمعې په ورځ (۲۴/۰۳/۲۰۲۳) یې د هندوستان په پلازمېنه کې لاریون وکړ.

د ګاندي پر ضد قضیه د هند د واکمن بهارتیا جناتا ګوند د وکیل پرنېش مودي د شکایت پر اساس ثبت شوې وه چې ویلي یې وو د ښاغلي ګاندي څرګندونو د مودي ټوله ټولنه بدنامه کړې ده.

هند کې د سپکاوي جرمي قانون د بریتانیا د واکمنۍ مهال قانون دی چې له مخې یې لوړه کچه سزا دوه کاله بند، جریمه یا دواړه کېدی شي.

د وینا د آزادۍ مدافعین اکثرا استدلال کوي چې دغه قانون د آزادۍ د اصولو خلاف دی او دا چې سیاستوال یې د خپلو منتقدینو د چوپولو لپاره کاروي.

ټاکل شوې په هند کې یو کال وروسته عمومي ټاکنې وشي.

د دوی ګوند کانګرس په هند کې له خپلواکۍ یعنې له ۱۹۴۷ تر ۲۰۱۴ پورې پرته له څو کلونو تقریبا په دوامداره توګه حکومت وکړ.

د دوی سیاسي ځواک مخکې له دې چې د نریندرا مودي بی جې پی ګوند واک ته ورسېږي پیاوړی و.

د نریندرا مودي له واکمنېدو راهیسې، کانګرس د حکومت مخالف ګوند ګرځېدلی او د ۲۰۱۹ کال ټولټاکنو کې یې د بي جې پی لخوا یو ځل بیا ماته وخوړه.