د هند د کانګرس ګوند مشر پر مودي د ټوکو له امله په بند محکوم شوی

د خپرېدو وخت

د هند حکومت د مخالف ګوند مشر راهول ګاندي د سپکاوي په جنایي قضیه کې په دوه کاله بند محکوم شوی.

ښاغلی ګاندي د ګجرات ایالت د محکمې لخوا په ۲۰۱۹ کال کې د یوې ټاکنیزې غونډې په ترڅ کې د لومړي وزیر نریندرا مودي د تخلص په اړه د څرګندونو له امله محکوم شو.

نوموړی به سملاسي زندان ته نه ځي. هغه ته د ۳۰ ورځو لپاره وخت ورکړل شوی او د محکومیت پر وړاندې د استیناف غوښتنه کولای شي.

د کانګرس غړی د دغې پرېکړې پر مهال محکمه کې حاضر و.‌ ټاکل شوې په هند کې یو کال وروسته عمومي ټاکنې وشي.

ښاغلي ګاندي د ۲۰۱۹ کال اپرېل میاشتې کې له تېرو ټولټانکو مخته په کرناټاکا ایالت کې یوې ټاکنیزې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي و "ولې ټول غله مودي تخلص کوي؟ نېروا مودي، لېلیتامودي، نرېندرا مودي."

نېروا مودي د الماسو یو تښتیدلی هندي سوداګر دی. په داسې حال کې چې لېلیتا مودي د هند د کرېکټ غوره لیګ پخوانۍ مشر و چې د دغه هېواد د کرېکټ بورډ لخوا د ټول عمر لپاره پرې بندیز ولګول شو.

د ګاندي پر ضد دوسیه د هند د واکمن بهارتیا جناتا ګوند د وکیل پرنېش مودي د شکایت پر اساس ثبت شوې وه چې ویلي یې وو د ښاغلي ګاندي څرګندونو د مودي ټوله ټولنه بدنامه کړې وه.

خو ځینو ویلي چې دغه حکم حیران کړي.

د حقوقي چارو کارپوه ګواتم بهټیا ویلي "د خلکو عمومي طبقې ته حواله" - پدې قضیه کې تخلصونه - "پر ضد د عمل وړ ندي پرته لدې چې یو فرد خپل ځان ته مستقیم حواله وښیې.—دا جمله روښانول غواړي.

ښاغلي بهټیا وویل: "که یو سړی ووایي چې "ټول وکیلان غله دي، نو زه د وکیل په توګه نشم کولی د هغه پر وړاندې د بدنامۍ لپاره دوسیه ثبت کړم."

هند کې د سپکاوي جرمي قانون د بریتانیا د واکمنۍ مهال قانون دی چې له مخې یې لوړه کچه سزا دوه کاله بند، جریمه یا دواړه کېدی شي.

د وینا د آزادۍ مدافعین اکثرا استدلال کوي چې دغه قانون د آزادۍ د اصولو خلاف دی او دا چې سیاستوال یې د خپلو منتقدینو د چوپولو لپاره کاروي.

په ۲۰۱۶ کې، د ښاغلي ګاندي په ګډون یو شمېر لوړ پوړو هندي سیاستوالو قانوني عریضې وړاندې کړې چې بدنامول دې جرم و نه شمېرل شي.

خو د هند سترې محکمې د دغه قانون اعتبار تایید کړ او ویې ویل چې "د وینا د آزادۍ حق په دې معنا نه دی چې یو وګړی دې بل بدنام کړي."

د کانګرس ګوند په یوه ټویټ کې ویلي چې ښاغلی ګاندي به اپیل وکړي او وايي. "مبارزه به کوي."

ښاغلي ګاندي تر اوسه په عام محضر کې څه ندي ویلي، خو د هند د خپلواکۍ د مشر مهاتما ګاندي څخه یې په هندي ژبه یو اقتباس ټویټ کړی دی: "زما دین پر حقیقت او عدم تشدد ولاړ دی. حقیقت زما خدای دی، او عدم تشدد یې د ترلاسه کولو وسیله ده."

د هغه وکیل کریټ پانوالا بي بي سي ته وویلي، ښاغلي ګاندي له حکم وروسته قاضي ته ویلي و چې هغه دا وینا د "دېموکراسۍ په ګټه" کړې وه.

هغه دا هم وویل چې له ښاغلي ګاندي څخه د دوی دفاع په څلورو ټکو ولاړه وه: "لومړی ، ښاغلی ګاندي د ګجرات اوسېدونکی نه دی نو له شکایت دمخه باید تحقیق وشي. دویم، د مودي په نوم هېڅ ټولنه نشته. دریم، له مودي سره د دوی د تخلص په توګه د خلکو هېڅ تړاو نشته او وروستۍ دا چې د ښاغلي ګاندي د وینا تر شا هېڅ بد نیت نه و."

ځینو د ښاغلي ګاندي له محکومېدو وروسته، د پارلمان د غړي په توګه د هغه د حیثیت په اړه پوښتنې راپورته کړې.

په هند کې سپکاوی په خپله د دې لامل نه شي کېدای چې له یو چا نه واک اخیستو ته لاره هواره کړي.

ښاغلی ګاندي د نهرو-ګاندي د سیاسي کورنۍ له نسله دی چې هند ته یې درې لومړي وزیران ورکړي دي. د هغه غور نیکه، جواهر لال نهرو، د هند لومړی او تر ټولو اوږده موده لومړی وزیر و. د هغه انۍ، اندرا ګاندي، د هند لومړۍ ښځینه لومړۍ وزیره وه، او پلار یې راجیو ګاندي د هند تر ټولو ځوان لومړی وزیر و.

د دوی ګوند، کانګرس، په هند کې له خپلواکۍ یعنې له ۱۹۴۷ تر ۲۰۱۴ پورې،‌ مخکې له دې چې د نریندرا مودي بی جې پی ګوند واک ته ورسېد، پرته له څو کلونو تقریبا په دوامداره توګه حکومت وکړ.

له هغه وخت راهیسې، کانګرس د حکومت مخالف ګوند دی او د ۲۰۱۹ کال ټولټاکنو کې یې د بي جې لخوا یو ځل بیا ماته خوړلې.