د چین او جاپان مشرانو په اوکرایین جګړه کې د مخالفو لوریو پلازمېنې ته سفر کړی

Fumio Kishida visits the site of a mass grave in Bucha, near Kyiv

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د جاپان لومړی وزیر د اوکرایین پلازمېنې ته نژدې د یوه ډله ییز قبر ځای لیدنه وکړه.
د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمسشر ولادیمر پوتین پر سرې غالۍ د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ هرکلی وکړ او دواړو مشرانو د اوکرایین په اړه خبرې کړې.

د کریمیلین په دهلیزونو کې له اوږده قدم وهلو وروسته چې پر تلویزون هم ښودل کېدل دواړه مشران څنګ په څنګ ودرېدل او د دواړو هېوادونو ملي سردونه وغږول شول.

د کریملین یوه ویاند ویلي د دواړو ولسمشرانو ترمنځ به د چین لخوا په اوکرایین کې د جګړې د ختمولو د طرحو په اړه یو ځل بیا هم د نظر تبادله وشي.

تر دې وړاندې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ روسیه او چین ستراتیژیک متحدین او پیاوړي ګاونډي هېوادونه بللي و.

په ورته مهال د اسیا یوه بل ځواکمن هېواد جاپان لومړی وزیر د روسیې په ګاونډ کې اوکرایین ته تللی چې روسي ځواکونو پرې یرغل کړی.

جاپاني لومړي وزیر فومیو کیشیدا په کیېف کې د اوکرایین له ولسمشر سره د بشري او بیا رغونې برخو کې د مرستو کلکې ژمنې وکړې.

د اوکراین بلې خوا مسکو کې بیا ښاغلي شي د خپل سفر پر دویمه ورځ ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته سږکال چین ته د سفر بلنه هم ورکړه او ویې ویل چې له مسکو سره به اړیکو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړي دغه څرګندونې د روسیې له لومړي وزیر سره د لېدنې پرمهال وکړې.

دا له هغه راهیسې چې روسیې پر اوکرایین تېر کال یرغل وکړ، لومړی ځل دی چې د چین ولسمشر روسیې ته سفر کوي.

Xi Jinping and Vladimir Putin

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلي شي د خپل سفر پر دویمه ورځ ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته سږکال چین ته د سفر بلنه هم ورکړه

تېره جمعه د جرمونو نړیوالې محکمې ولسمشر پوتین په جنګي جرمونو تورن کړ او د هغه د نیولو حکم یې صادر کړ خو چین دغه محکمه په رسمیت نه پیژني.

مسکو ته د ولسمشر شي له سفر سره هممهاله کیېف ته د جاپاني لومړي وزیر سفر د ډېرو لپاره د پاموړ دی. خپله د جاپاني لومړي وزیر لپاره هم دا کمسارې ده، چې په یوه نااعلان شوي سفر له هېواده بهر ته ځي.

د جاپان لومړي وزیر په توګه داسې یوه هېواد ته سفر چې په جګړه کې ښکېل دی، د ښاغلي کیشیدا لپاره هم له دویمې نړیوالې جګړې وروسته لومړنی دا ډول سفر دی.

اوکرایین ته د ده سفر هلته د رسېدو تر مهاله د یوه راز په توګه ساتل شوی و او په وروستیو شېبو کې څرګند شو، چې چارواکي یې لامل امنیتي ملحوظات بولي.

ویل کېږي چې پر ښاغلي کیشیدا د خپل لبرال دیموکراتیک ګوند له لوري اوکرایین ته د سفر کولو لپار فشار ډېر و. تر نن پورې نوموړی د جي سېون هېوادونو له ډلې یوازینی مشر و، چې اوکرایین ته یې سفر نه و کړی.

داسې غوښتنې په ډېرېدو وي، چې باید نوموړی په مې میاشت کې د دې ټولنې غونډې له مشرتوب کولو مخکې هلته سفر وکړي.