تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوه زلمي کاناډا کې دوه پولیس افسران په ډزو وژلي
یوه زلمي د کاناډا اډمنټتون ښار په یوه اپارتمان کې دوه کاناډايي پولیس افسران وژلي چې د کورنۍ شخړې د حل لپاره ورغوښتل شوي وو.
۱۶ زلمي پر یادو پولیسو ډزې کړې دي.
د دغه زلمي مور ګهیځ یوه بجه پولیسو ته زنګ وهلی و؛ ځکه چې د خپل زوی په اړه اندېښمنه وه او له خپل زوی سره یې اختلاف جدي شوی و.
دا ۵۵ کلنه مور د ډزو پرمهال سخته ټپي شوې، خو لا ژوندۍ ده.
د اډمنټون د پولیسو رپوټ کې راغلي چې د یاد زلمي هویت یې نه دی اعلان کړی، خو وايي چې ځوان تر قتل وروسته د خپلې وسلې خوله پر ځان ور اړولې او ځان یې هم وژلی دی.
د اډمنټون د پولیسو مشر ډیک مکفي وايي، دوه افسران د شپې ۱۲:۴۷ دقیقې د کورنۍ شخړې په اړه ټیلیفوني اړیکه ترلاسه کوي، سیمې ته تللي او اپارتمان ته له ننوتلو مخکې بهر یې د یاد زلمي له مور سره خبرې کړې دي.
څو دقیقې وروسته دوی د هغې کور ته ننوتل او له ځوان سره له مخامخېدو سره سم هغه ډزې پرې کړې دي.
د پولیسو مشر وايي، پولیسو له خپلې وسلې هېڅ ګټه نه ده اخیستې، ځکه چې اپارتمان کې د زلمي له وسلې هېڅ خبر نه وو او بل دا چې د وسلو کارولو ته یې وخت هم نه دی موندلی.
پولیس تر سختو ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوي، خو څو دقیقې وروسته یې سا ورکړې ده.
پولیس وايي، له ډزو وروسته د زلمي مور هڅه وکړه چې د خپل زوی لاس ونیسي، چې په دې حالت کې هغه هم ټپي شوې ده.
د کاناډا د قوانینو له مخې، د زلمي هویت د هغه د ټیټ عمر له کبله نه دی اعلان شوی.
پولیس وايي، دا ځوان هېڅ جرمي سابقه نه لري.
د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د اډمنټون له پولیسو سره د یادې پېښې له کبله خواشیني ښودلې ده.
په تېرو شپږو میاشتو کې، کاناډا کې اته پولیس افسران د دندو پرمهال وژل شوي چې شپږ یې د بریټیش کولمبیا سیمو او دوه نورې پېښې په اونټاریو کې شوې دي.