تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کاناډا ټورنټو ته څېرمه یوه کور کې پنځه کسان وژل شوي
د کاناډا ټورنټو ښار ته څېرمه په اوشاوا ښار کې پولیس وايي، په یوه کور کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه کسان وژل شوي چې ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي. پولیس وايي، مشکوک بریدګر هم احتمالاً خپل ځان وژلی دی.
پولیس وايي، نیمه شپه کې د ډزو رپوټ ورکړل شوی چې دوی سیمې ته ورغلي او کله چې د برید ځای او کور ته ننوتل، هلته یې پنځه مړي او د مشکوک بریدګر مړی ولید.
پولیسو یوه ۵۰ کلنه ښځه هم موندلې چې د ډزو له کبله ټپي شوې ده او اوس روغتون کې بستري ده، خو روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی بلل شوی.
د پولیسو یوه افسر جورج ټوډوس چې یاد کور ته ننوتلی، بي بي سي ته ویلي "لکه څنګه چې اټکل کېده همداسې شوي وو...له ډېرې زړه بوږنوونکې صحنې سره مخامخ شوو."
پولیسو په یوه خبري غونډه کې ویلي، ټول قربانیان له یو بل سره خپلوان دي، خو احتمالاً بریدګر هم خپل ځان وژلی دی.
پولیسو دا پېښه د ځانوژنې د یوې قضیې په توګه ثبت کړې ده، خو لاهم څېړنې روانې دي.
تر اوسه بریدګر نه دی پېژندل شوی.
د دغې کورنۍ ګاونډیانو رسنیو ته ویلي په دې کور وکې څلور ماشومان او دوه بوډاګان اوسېدل.
د سیمې یوه اوسېدونکي کارل ګیبسن ویلي، دا یوه صمیمي کورنۍ وه.
په کاناډا کې له ۲۰۱۷ کال راهیسې په وژونکو وسلو تاوتریخوالی ډېر شوی، تېر اوړی یې په نواسکوشیا کې یوه ورته خونړۍ پېښه کې ۲۲ کسان وژل شوي وو. دا د کاناډا په تاریخ کې په ډزو د وژل شویو کسانو تر ټولو خونړۍ پېښه ګڼل شوې وه.
په ۲۰۱۸ کې هم کبک کې پر یوه جومات برید شوی و.