تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اسراییلو تاریخ کې سلګونه زره کسانو د حکومت قضايي سمونضد مظاهرو کې ګډون کړی
په قضايي سیستم کې د بنسټیز سمون پر وړاندې د لسمې اونۍ لپاره اسراییلو کې مظاهرې دوام لري.
دا مظاهرې د اسراییلو لر و بر کې روانې دي چې ویل کېږي یوازې تل ابیب کې - چې د لاریونونو اصلي مرکز هم دی - نژدې ۲۰۰،۰۰۰ ګډون کړی.
د حیفا په شان ښارونو کې هم د رپوټونو له مخې د لاریونیانو شمېر ۵۰ زرو ته رسېدلی.
اسراییلي چارواکو په تل ابیب کې د هغه ټوېټ له کبله یو خبریال نیولی چې لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یې پکې دیکتاتور یاد کړی دی.
په داسې حال کې چې لسمه اونۍ هم دا مظاهرې روانې دي، د بنیامین نتنیاهو په مشرۍ ښي اړخی حکومت راتلونکې اونۍ د قانون جوړولو خپلې اجنډا مخته بېولو ته دوام ورکوي.
حکومت د خلکو او مظاهره چیانو هغه غوښتنې بابیزه ګڼلې چې په قضايي سیستم کې د بنسټیز بدلون د مخنیوي لپاره یې کړې دي.
د اسراییلي حکومت دې پرېکړې خلک سره وېشلي دي.
مخالفان دغه وړاندیز شوي قضايي سمونونه په اسراییلو کې د دیموکراسۍ لپاره یو ګواښ ګڼي، خو د نتنیاهو حکومت ټینګار کوي چې دا اصلاحات د اسراییلو رایه ورکوونکو په ګټه دي.
نتنیاهو وايي، دا سمونونه له خپله حده د محکمو د واکونو د تېرېدو مخنیوي لپاره دي چې عامو اسراییلیانو په وروستیو ټاکنو کې د (هو) رایه ورکړې ده.
د لاریون سمبالګر وايي، که حکومت یې غوښتنې ونه مني، نو دوی به خپلو لاریونونو ته لا ډېر دوام ورکړي او لا به یې پراخ کړي.
د اسراییلو په ګڼو ښارونو او ښارګوټو کې ددغې طرحې پر وړاندې مظاهرې شوې.
په کنیست کې د قانون جوړوې جرګهګۍ مشر سیمحا روتمان سر له یکشنبې ورځې تر راتلونکې چارشنبې پورې تر رایه ورکولو مخکې ددغو اصلاحاتو په تړاو د حکومت د وړاندیزونو لپاره په ورځني ډول د استماعیه غونډو جوړولو مهالوېش جوړ کړی.
د قضايي سمونونه د نتنیاهو د سخت دریځه یهودي او سخت دریځو ښي اړخو ګوندونو حکومت - چې تېره ډیسمبر کې واک ته ورسېد، د بنسټ اساسي ډبره ګڼل کېږي.
دا حکومتي قانون به هغې جرګهګۍ ته لا ډېر واکونه ورکړي چې قاضیان ټاکي، همدا شان د اسراییلو عالي محکمې واکونه به ډېر کړي چې دا په اسراییلو کې له سترې محکمې سره برابره ده.
د کنیست غړو دا قانون په لومړۍ جلسه کې تایید کړی دی.