د اسراییل او حماس اوربند پیل شو

د خپرېدو وخت

د اسراییل او فلسطینۍ ډلې حماس اوربند د جمعې ورځې لومړیو ګړیو کې پیل او ور سره د دواړو لورو ۱۱ ورځنۍ نښته پای ته ورسېده چې تر ۲۴۰ ډېر کسان پکې ووژل شول.

د اوربند پیلېدو سره فلسطینیان سړکونو ته ووتل او خوشالي یې پیل کړه.

د امریکا ولسمشر جو بایډن دا اوربند د پرمختګ لپاره "ریښتونی چانس بولي.

جو بایډن سپینه ماڼۍ کې د اوربند لپاره د اسراییل پرېکړه وستایله او زیاته یې کړه چې واشنګټن د ترهګرو دلو مقابل کې د ځان د دفاع لپاره د اسراییل د حق ملاتړ کوي.

هغه وویل، د اسراییل د توغندیز ضد سیستم سره به مرسته وکړي چې راتلونکي کې هم ښه کار وکړي.

اسراییل د پنجشنبې په ورځ هم د غزه شمال ته د حماس پر ودانیو تر سلو ډېرو بریدونو دعوه وکړه او ځواب کې حماس هم اسراییل ته توغندي وتوغول.

تر اوربند مخکې د اسراییل امنیتي کابینې په دې تړاو پرېکړه تایید کړه خو ویې ویل د اوربند پلي کېدو پر وخت تر اوسه پرېکړه نه ده شوې.

په اعلامیه کې ویل شوي د اوربند وړاندیز مصر کړی چې ''دوه اړخیز او هممهال '' به وي.

د مصر دولتي ټلویزیون رپوټ کې ویل شوي، ولسمشر عبدالفتاح السیسي دوه ډلې اسراییل او د اسراییل تر ولکې لاندې فلسطیني سیمو ته استولې چې د اوربند عملي کېدو چارې وڅاري.

اسراییل او حماس څه وايي؟

اسراییل او حماس دواړه اوسني ټکر کې د بریالیتوب دعوه کوي.

د اسراییل حکومت وايي، له حماس او نورو وسلوالو ډلو سره اوسنۍ نښتو کې یې بریا بې مخینې ده.

خو د حماس یو چارواکی علي برکه دا اوربند د فلسطیني ولس بری او د نتنیاهو ماتې بولي.

نوموړی له اسوشېټېډ خبري اژانس سره مرکه کې وايي، دوی به تر هغه پوځي تیارسي کې اوسي، چې د هوکړې پوره جزیات چې بشپړ شوي نه وي.

د اوربند لپاره د مختلفو لورو هڅې

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم پرون څو ساعته ځانګړې غونډه وکړه او د اوربند غږ یې وکړ، چې ورسره پر اسراییل فشارونه ډېر شول.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له ښکېلو لورو وغوښتل چې سملاسي جګړه ودروي.

انتونیو ګوتېرش غزه کې د روان کړکېچ ارزولو لپآره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ځانګړې ناسته جوړه کړه.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس هم د پنجشنبې په ورځ اسراییل ته لاړ. دغه هېواد هم سیمه کې د سملاسي اوربند غوښتنه کوله.

قطر هم د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هڅه کړې ده.

مخکې په غزه کې د بي بي سي خبریال رشدي ابولوف وویل، اسراییل حکومت به د امنیتي کابینې له دې غونډې وروسته پر اوربند هوکړه وکړي.

نوموړی د اوربند خبرو کې د ښکېلو سرچینو له قوله وویل، اسراییل مصر ته خپل دریځ څرګند کړی دی. مصر د اوربند خبرو کې د منځګړي رول درلود.

د اسرائیل او حماس تر منځ دې ۱۱ ورځنۍ جګړه کې د ۶۵ ماشومانو په ګډون ۲۴۰ فلسطینیان ووژل شول او د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان اسرائیل کې ووژل شول.

غزه کې دغه ټکر په ختیځ بیت المقدس کې پر یوه سپېڅلي ځای- چې مسلمانانو او یهودانو ته محترم دی- د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د اونیو جنجال وروسته پیل شو.

د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي چې د دې کړکېچ له کبله غزه کې نور فلسطینیان له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شول او هلته د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۹۱ زره تنو ته رسېدلی.

په غزه کې د کور جوړولو وزرات مسوولین وايي، په دې سیمه کې ۱۶۰۰۰ کورونو ته زیان اوښتی، ۱۸۰۰ کورونو ته داسې زیان اوښتی چې د اوسېدو وړ نه دي او ۱۰۰۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د حماس رسنیزې څانګې په وینا غزه کې کارځایونو او کاروباري مرکزونو ته د اوښتي زیان کچه ۴۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

بل لور ته اسراییل پوځ وايي، له غزه سیمې د اسرائیلي ښارونو لور ته ۴۳۰۰ توغندیو ګوزارونه شوي دي، چې نوې سلنه یې پر هدف له لګېدو مخکې د اوسپنیز چتر په نامه د اسرائیل دافع هوا سسټم پر مټ له منځه تللي.

په اسرائیل کې د صنعت کارو ټولنې د لومړیو دریو ورځو جګړې اقتصادي زیان کچه ۱۶۶ میلیونه امریکايي ډ‌الر اټکلوي.