تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هامبورګ برید؛ پولیسو تېره میاشت له بریدګره پوښتنې، ګروېږنې کړې وې
جرمني کې پولیسو تېره میاشت له هغه سړي سره لیدلي وو، چې تېره شپه یې په یوه عبادتځي کې اووه کسان ووژل. پولیسو ته داسې پټ معلومات ورکړل شوي وو، چې د دې سړي د ذهني روغتیا په هکله پکې اندېښنه څرګنده شوې وه.
ځايي پولیس وايي، ده له پولیسو سره همکاري وکړه او هغه وخت داسې اړتیا پېښه نه شوه، چې له ده باید وسله اخیستل شوې وای. دغه ۳۵ کلن سړي چې یوازې د فیلیپ ایف په نامه یاد شوی، د سپورتي موخو په نامه د وسلې ساتلو جواز ترلاسه کړی و.
اوس د جرمني کورنیو چارو وزارت وايي، د وسلې ساتلو اړوند جواز ورکولو په لړ کې قوانین سختوي. د یوه نازېدلې ماشوم په ګډون پرون شپه د جرمني هامبورګ ښار کې د ډزو دې پېښه کې اووه کسان ووژل شول.
چارواکي وايي، ماخوستن نهه بجې او څلور دقیقې د ډزو په هکله لومړني معلومات ورسېدل او څلور دقیقې وروسته د پولیسو لومړنی افسر د پېښې ځای ته رسېدلی و.
په یوه ویډيويي کلیپ کې لیدل کېږي چې دا سړی لومړۍ د عبادتځي له کړکۍ پر دننه ناستو خلکو ډزې کوي، وروسته ودانۍ ته ننوځي، او د پولیسو له رسېدو سره سم له ځانوژنې مخکې نهه جاغوره مرمۍ ولي.
په دې پېښه کې اته کسان ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده، چې مېندواره وه، دا ژوندۍ پاتې شوه، خو په نس کې ماشوم یې وژل شوی دی.
جرمن چانسلر (صدراعظم) اولاف شولز وايي، کېدای شي د وژل شویو خلکو شمېر زیات شي.
د 'یهوا شاهدانو ' په نامه مسیحي مذهبي ډله چې تېره شپه یې پر عبادتځي برید شوی، د ۱۹ مې پېړۍ په پای کې په امریکا کې تاسیس شوې.
د دې ډلې وروستي معلومات ښيي چې په ټوله نړۍ کې یې شمېر اته اعشاریه اووه میلیونو کسانو ته رسېږي چې ۱۷۰ زره یې په جرمني کې دي. په هامبورګ ښار کې د مېشتو یهوا شاهدانو شمېر څلور زره کسانو ته رسېږي.
د جمعې پر ورځ د هامبورک پولیسو مشر رالف مارتین مییر وویل، په فبرورۍ کې پولیسو ځکه له بریدګره پوښتنې، ګروېږنې کړې وې، چې په یوه لیک کې دوی ته د نامعلوم کس له لوري په یوه لیک کې د مذهبي ډلو او په ځانګړې توګه د یهوا شاهدانو مذهبي ډلې لپاره د دې سړي د غوسې یادونه شوې وه.