امریکا د زړورو ښځو کلنۍ جایزه د "ایران معترضو ښځو او نجونو" ته ورکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
په سپینه ماڼۍ کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د امریکا لومړۍ مېرمنې جېل بایډن او بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین د ۲۰۲۳م کال د مادلېن البرایټ جایزه اعلان کړه.
په ملګرو متلونو کې د امریکا دایمي استازې لېنډا توماس ګرېن فېلډ د یادې جایزې د ورکړې پر مهال وویل" دغه جایزه هغو مېرمنو او نجونو ته ورکول کېږي چې د مهسا امیني د وحشیانه وژنې په غبرګون کې یې پاڅون وکړ او زموږ ټولو لپاره الهام بښونکې شوې."
د مادلېن البرایټ جایزه د امریکا بهرنیو چارو پخوانۍ وزيرې په نامه جوړه شوې ده.
د امریکا بلې پخوانۍ بهرنیو چارو وزیرې کانډولېزا رایس هم همدې مراسمو ته په خپل پیغام کې د ایرانیو مېرمنو او نجونو زړورتیا ستایلې ده.
په همدې حال کې د امریکا ولسمشر د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړې پیغام کې د ایران په حکومت نیوکې کړې او د ایرانیو مېرمنو ستاینه یې کړې ده.
بل خوا د امریکا په ګډون د ۹ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د لویو کمپنیو په مرسته انترنیټ ته د ایران د معترضو ښځو او نجونو لاس رسی اسانه کړي.
یادو هېوادونو په ایران کې د ښځو ځپل غندلي او هغوی ته یې د ډېرې پاملرنې غوښتنه کې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران معترضو مېرمنو او نجونو ته د امریکا لخوا ددې جایزې له اعلان سره هم مهاله د امریکا مالیې وزارت په اتو ایرانیانو او د ایراني دولت په دریو ادارو له بشري حقونو د سرغړونې له امله بندیزونه لګولي.
برېتانیا هم د ایران امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره په ښځو د اجباري حجاب اغوستلو له امله تحریم کړې ده.



















