امریکا اوکرایین ته د ۴۰۰ میلیون ډالرو ارزښت نور پوځي مهمات او وسله ورکوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

امریکا متحده ایالتونه اوکرایین ته د وسلو مهماتو هغو زېرمو بیا ډکولو لپاره چې له روسیې سره سخته جګړه کې تشې شوې، د ۴۰۰ میلیونه ډالره نوره مرسته ورکوي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په وینا دې مرستو کې د توپخانې مرمۍ او هویتزرز نومي توپونو مرمۍ شاملې دي چې ''اوکراییني پوځیان یې په خورا ګټور انداز کاروي. ''

د جمعې پر ورځ ښاغلي بلېنکن په یوه اعلامیه کې وویل: ''په دې پوځي مرستو کې د امریکا لخوا ورکړل شویو هیمارز او هویټرز (توپخانې) لپاره نورې مرمۍ شاملې دي چې اوکرایینیان یې له ځانه د دفاع په موخه په ګټور انداز کاروي. ''

نوموړي زیاته کړه، امریکا متحده ایالتونه به دې لړ کې د زغره والو ګاډو لپاره مرمۍ، پلونه او د پوځي مهماتو، روزنې او ملاتړ لپاره نور وسایط او وسایل هم اوکرایین ته واستوي.

له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زیلېنسکي په ټینګار سره ویلي، هېواد یې توپخانې او مرمیو ته اړتیا لري چې ''د روسیې مخه ونیوله شي. ''

د اوکرایین له احتمالي بریدونو مخکې امریکا متحده ایالات اوکراییني پوځ ته تکتیکل پلونه هم استوي.

اوکراییني پوځي مشران وايي، تمه کېږي چې راتلونکو اونیو کې به عملیات پیل کړي او دا ډول پلونه به د اوکراییني پوځ له زغرولو ګاډو سره مرسته وکړي چې له سیندونو، خوړونو او کندو تېر شي.

بل لور روسي ځواکونه په دونیڅک سیمه کې پر ماخموت سیمه برید ته چمتوالي کوي او د روسیې ملېشه ځواکونه ادعا کوي چې ښار یې محاصره کړی دی.

اوکراییني پوځ په خپلو تازه معلوماتو کې ویلي، روسي ځواکونو د ښار محاصره کولو لپاره پرلپسې هڅې کړې، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ''د ګڼ شمېر بریدونو مخه نیول شوې ده. ''

بل لور ته پر پنجشنبه په شمال ختیځ کوپیانڅک ښار او خارکایېف سیمه کې ځینې اوسېدونکو ته له کورونو د وتلو ویل شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، د روسي پوځیانو پرلپسې توغندیزو بریدونو له کبله غواړي هغه کورنۍ چې ماشومان لري یا داسې خلک چې ''چټک نه شي خوځېدلای '' له سیمې ووځي.

ولسمشر زيلېنسکي وايي، په دې ښار کې چې د جګړې په لومړیو کرښو کې دی، وضعیت پرلپسې خرابېږي.