تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان د اقتصادي ستونزو کابو کولو لپاره پر لوړ پوړو چارواکو شرایط سخت کړل
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
د پاکستان لومړي وزیر د کابینې له غونډې وروسته له رسنیو سره په هغو لارو چارو غږیدلای چې له مخې یې پلان لري دولت یې ډېرې پیسې وسپموي.
خبري غونډې ته د وینا پر مهال هغه وویل چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق د شرطونو له کبله به په هېواد کې ګراني لا ډېره شي او په وینا یې د ای اېم اېف سره خبرې په وروستیو پړاونو کې دي.
د پاکستان لومړي وزیر اعلان وکړ د نویو اقداماتو له مخې به دا هېواد په کلني ډول ۲۰۰ ملیارده روپۍ بچت یا وسپموي.
پاکستان د پیسو د سپما لپاره څه کوي؟
د پاکستان کابینې وروستۍ پرېکړه پدغه هېواد کې بې ساري اقدامات دي چې له مخې یې پر لوړو پوړو چارواکو نوي بندیزونه لګول شوې.
د کابینې له غونډې وروسته لومړي وزیر شهباز شریف اعلان وکړ چې د حکومت ټول مرکزي وزیران، سلاکاران او ځانګړي مرستیالان به له دې وروسته په رضاکارانه ډول خپلې تنخواووې کموي.
•وزیرانو ته به د امنیت په موخه یوازې یو ګاډی ورکول کیږي.
•د پاکستان مرکزي وزیران به له هېواده بهر د سفر پر مهال د الوتکو خاص سېټونه نه کرایه کوي، په عادي ټکټونو به ځي او مرستیالان به له ځان سره نه بیایي.
•له هېواد بهر د سفر پر مهال به د کابینې وزیران په پنځه ستوریزه هوټلو کې شپې نه کوي.
•له دې وروسته به ټول وزیران د ګېس، برېښنا او اوبو بېلونه له خپله جېبه پرې کوي.
•د کابینې تر واک لاندې ټول موټر بېرته ټولیږي او په لېلام به خرڅيږي.
•همدا راز د پاکستان لومړي وزیر پدغه هېواد کې تر ۲۰۲۴ کاله په ټولو ګرانو زینتي توکو او نویو موټرونو اخیستلو هم بندیز اعلان کړ.
•هغه همدا راز وویل له هېواده بهر سفرونه به هم محدود وي او حکومتي چارواکي به یوازې په ډېر سخت حالت کې چې د سفر جدي اړتیا وي سفر کوي.
•پاکستان پلان لري چې له ټولو حکومتي چارواکو امنیتي ګاډي هم ټول کړي او د کورنیو چارو وزیر به امنیتي ګواښ ته په کتو چاته د موټر ورکولو پرېکړه کوي.
•د برېښنا او ګېس کمولو لپاره په ګرمیو کې حکومتي دفترونه سهار وختي ۷:۳۰ بجې خلاصیږي، په ټولو دولتي ادارو کې به د ډوډۍ خوړلو پر مهال یوازې د یوه دیګ پخولو تابیا نیول کیږي او له چایو سره به هم یوازې بسکټ وي.
هندوستان؛ مونږ ورسره مرستې ته نه یو جوړ، پاکستان دې خپله له اقتصادي ستونزو ځان وباسي
د هند بهرنیو چارو وزیر سبرامنیم جی شېنکر ویلي چې د پاکستان راتلونکی تر ډېره د دغه هېواد خپلو کړنو او غوراوي پورې اړه لري او په وینا یې دا د اسلام اباد کار دی چې له خپلو اقتصادي ستونزو څخه د وتلو لار ولټوي.
د اې اېن ای خبري شبکې سره د مرکې پر مهال هغه په شري لنکا کې اقتصادي ستونزو او د هند مرستو یادونې ته په اشارې وویل چې له پاکستان سره ورته اړیکه سخته ده.
ښاغلي شېنکر ټینګار کړی چې " زما په اند د پاکستان راتلونکی پخپله د دوی په کړنو او انتخاب پورې تړلی، هیڅ هېواد له کوم دلیل پرته له ستونزو سره نه مخ کیږي او پاکستان ته اوس خپله پکار دي چې د دې ستونزې څخه د وتلو لار ولټوي، نن زمونږ اړیکې داسې نه دي چې مونږ دې د پاکستان له حالته نېغ په نېغه زیانمن شو."
د هند دغه لوړپوړي چارواکي داسې مهال له پاکستان سره د خپل هېواد له لاسنیوي یو نه یو ډول انکار کړی چې پاکستان دا مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
دا هېواد له اقتصادي ستونزو وتلو لپاره د پیسو له نړیوال وجهي صندوق څخه د پور اخېستلو هڅه کوي خو دغه بنسټ هم لا ورته واضح ځواب نه دی ورکړی.
د هند بهرنیو چارو وزیر ویلي "که پاکستان له شري لنکا سره پرتله کوو دا به ډېر جلا وي، هغه دا چې په شري لنکا کې اوس هم ډېر خلک د هند خیر ښیګڼه غواړي او زمونږ په اړه ځانګړي جذبه لري، په فطري ډول د ګاونډیو په اړه له مونږ سره فکر او اندېښنه وي او کله نا کله داسې حس هم وي چې د مرستې لاس اوږد کړو، که زمونږ کوم بل ګاونډۍ هم د شري لنکا په شان ستونزو سره مخ شي مونږ به مرستې ته حاضر یو خو تاسې پوهېږئ چې په پاکستان کې د هند پر وړاندې د خلکو احساس څه دی؟