د بېلاروس مشر: که له اوکرایین برید راباندې وشي، روسیې سره به جګړه کې ملګري شو

د خپرېدو وخت

ډېر کم کسان د روسیې ولادیمیر پوتین د الکساندر لوکاشینکو هومره ښه پېژني.

د بېلاروس دغه مستبد مشر د کرملین نږدې متحد او د هغه څه ملاتړی دی چې پوتین یې "ځانګړو پوځي عملیات" نوموي، خو نوره ډېره نړۍ یې پر اوکرایین د روسیې یرغل بولي.

پخپله د روسیې ولسمشر نږدې یو کال مخکې پر اوکرایین د پراخ یرغل له پیل را په دې خوا لوېدیزو ژورنالیستانو سره نه دی ناست.

خو ښاغلی لوکاشینکو پنجشنبه مېنسک کې د بي بي سي په ګډون د ځینو بهرنیو رسنیو د یوې کوچنۍ ډلې پر وړاندې راڅرګند شو او د دوی پوښتنې یې ځواب کړې.

هغه دلته د بي بي سي د سټیف روزنبرګ د دې پوښتنې ځواب کې چې تېر کال یې روسیې ته پر اوکرایین یرغل لپاره د خپلې خاورې د کارېدو اجازه ورکړه، ایا بیا هم دغه کار ته چمتو دی؟ وویل "هو، چمتو یم".‌

ښاغلي لوکاشینکو زیاته کړه "چمتو یم چې [خاوره] بیا واک کې ورکړم. زه دې هم چمتو چې د بېلاروس له خاورې له روسانو سره اوږه په اوږه وجنګېږم. خو یوازې هغه مهال چې څوک - آن یوازې یو سرتېری هم له هغې خوا (اوکرایین) زما د خلکو وژلو لپاره له وسلې سره زموږ خاورې ته راننوځي‌."

د روسیې او بېلاروس ترمنځ د ګډو پوځي‌ مانورو او یوې ګډې پوځي ډلې تشکیل له لارې پوځي همکارۍ په ډېرېدو دي.‌ خو د بېلاروس ولسمشر تر دې دمه نیغ په نیغه اوکرایین ته د خپلو ځواکونو له استولو ډډه کړې.

بلخوا د اوکرایین ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي د ښاغلي لوکاشینکو تر دغو څرګندونو وروسته بي بي سي سره مرکه کې ویلي، هیله من دی چې بېلاروس به پر جګړه ورګډ نه شي.

هغه زیاته کړې چې که دا کار وهم شي، نو اوکرایین به وجنګېږي او روغ به ووځي.

ښاغلي‌ زېلېنسکي‌ دلته دا یادونه هم کړې چې که بېلاروس خپله خاوره پر اوکرایین د برید لپاره روسیې ته واک کې ورکړي، نو دا به یې "ستره تېروتنه" وي.

بریتانیا، اروپايي‌ ټولنه او د امریکا متحد ایالتونه الکساندر لوکاشینکو د بېلاروس د مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نه پېژني.

په ۲۰۲۰ کال کې د بېلاروس خلک واټونو ته راووتل او هغه یې تورن کړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې یې د ځان په ګټه اړولې دي.

خو دغه احتجاجونه په وحشیانه ډول وځپل شول.

ښاغلي لوکاشینکو د پنجشنبې ورځې دې ناسته کې د اوکرایین د جګړې پړه هم پر لوېدیځ واچوله.

هغه لوېدیځ مشران تورن کړل چې ګوندې د جګړې پر اور تېل پاشي.

د نوموړي ټینګار پر دې و چې "تاسې باید له دغه کاره لاس واخلئ. که اټومي جګړه پیل شي، بېلاروس به لمنځه ولاړ شي. اړتیا ده چې موږ د خبرو مېز ته کینو، ځکه اټومي جګړه به د امریکا متحد ایالتونه هم نابود کړي. هېڅوک د دې اړتیا نه ویني."

ښاغلی لوکاشینکو چې یو کال وړاندې یې پر اوکرایین یرغل کې د روسیې ملا تړله، اوس ادعا کوي چې د سولې خبرو اترو کې مرسته کولی شي.

نوموړی وایي راتلونکې اوونې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د پولنډ په سفر سیمې ته راځي، د دغو مذاکراتو پیل لپاره ګټور وخت زبادېدای شي.

هغه وویل "زه [ولسمشر بایډن] بېلاروس ته رابولم. د وارسا نه ډېر لېرې نه دی. دېرشو دقیقو کې مېنسک ته راتلی شي. کولای شي خپله الوتکه دلته راکښته کړي. زه به د روسیې ولسمشر هم قانع کړم چې راشي. هغه ته هم د بایډن په څېر مېنسک ته د راتګ بلنه ورکوم."

ښاغلي لوکاشینکو زیاته کړه "سره کېنو به او یوې هوکړې ته به ورسېږو."

د امریکا ولسمشر په غالب ګومان ښايي دا بلنه ونه مني.

السکاندر لوکاشینکو ته په دې جګړه کې د رښتینې منځګړي په سترګه نه کتل کېږي.