زېلېنسکي: پوتین سره پر خاوره معامله نه کوو

د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي دا رد کړې چې روسیې سره دې د سولې د احتمالي تړون له مخې دغه هېواد ته د خپلې خاورې کومه برخه ورپرېږدي.

هغه پر اوکرایین د روسیې د تمام عیاره یرغل د یو کلن کېدو په تړاو بي بي سي سره مرکه کې دا خبرداری هم ورکړی، چې روسیې ته د خاورې ورپرېښودل به په دې مانا وي‌ چې که مسکو هر وخت وغواړي 'بېرته ورګرځېدی شي' په داسې حال کې چې د لوېدیځ د وسلو مرسته به سوله رانږدې کړي.

ښاغلي زېلېنسکي همدا راز ویلي د روسیې هغه پسرلني یرغلیز عملیات چې وړاندوینه یې شوې وه، پیل شوي دي.

نوموړی وایي "د روسیې بریدونه وار له مخه له بېلابېلو خواو روان دي."

نوموړی که څه هم پر دې هم باورمن دی چې اوکراییني ځواکونه د ځوابي عملیاتو تر پیل پورې د روسیې د پرمختګ هڅې ډب کولای شي،‌ خو په ورته وخت کې له لوېدیځه د نورې پوځي مرستې غوښتنه هم تکراروي.

د اوکرایین ولسمشر بي بي سي ته ویلي "له شک پرته، پرمختللې وسلې د سولې پروسه چټکوي. وسله یوازنۍ ژبه ده چې روسیه پرې پوهېږي."

هغه تېره اوونۍ د بریتانیا او اروپا له مشرانو سره د دې لپاره کتلي چې د خپلې خاورې دفاع لپاره ترې پرمختللې وسلې وغواړي او نړیوال ملاتړ جلب کړي.

کله چې ښاغلي زېلېنسکي د پرمختللو جنګي جټونو غوښتنه وکړه، نو د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک یې ځواب کې وویل د هېڅ شي غوښتنه له پامه نه غورځول کېږي.

خو کیېف ژر د لوېدیځ د مرستو له نه ورسېدو ناهیلی دی.

ګومان کېږي د جګړې ډګر ته د اوکراییني ځواکونو ملاتړ لپاره به د هغو ټانکو رسېدل څو نورې اوونۍ وخت هم واخلي، چې د امریکا، بریتانیا او جرمني په ګډون ګڼو لوېدیځو هېوادونو یې لا تېره میاشت د ورکولو ژمنه کړې.‌

ولودمیر زېلېنسکي دې مرکه کې د ګاونډي بېلاروس د ولسمشر الکساندر لوکاشینکو دې خبرداري ته هم غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي که ان یو اوکرایینی سرتېری هم له پولې ور واوړي، نو روسیې سره به اوږه پر اوږده د جګړې ډګر ته ودانګي.

د اوکرایین ولسمشر وايي "هیله من یم چې [بېلاروس] به [پر دې جګړه] راګډ نه شي. که دا کار وکړي، موږ به وجنګېږو او ژوندې به ووځو."

هغه دلته د دې یادونه هم وکړه چې که بېلاروس خپله خاوره روسیې ته پر اوکرایین د برید لپاره واک کې ورکړي، نو دا به یې "ستره تېروتنه" وي.

روسي ځواکونو نږدې یو کال مخکې هم پر اوکرایین د پراخې کچې یرغل یوه برخه له بېلاروس پیل کړې وه.

دوی سویل کې د اوکرایین پلازمېنې پر لور پرمخ ولاړل، خو څو اوونیو کې تر درنې مرګژوبلې ګاللو وروسته بېرته په شا وتمبول شول.

ښاغلي زېلېنسکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د روسیې جنګي تکتیکونو حیران کړی، دا وړ تکتیکونه "بې ارزښته" وبلل.

د اوکرایین لخوا دا اوونۍ خپاره شوي مالومات ښيي چې روانه میاشت د یرغل د پیل له لومړۍ اوونۍ راهیسې تر بل هر وخت ډېر روسي سرتېري وژل شوي دي.‌

دا شمېر که څه هم په خپلواک ډول نشي تاییدېدلی، خو د بریتانیا دفاع وزیر ویلي دا ارقام "ښايي سم" ږوی.‌

د اوکرایین ولسمشر د جګړې پای ته رسېدو د څرنګوالي په اړه د پوښتنې ځواب کې وویل "دمګړۍ مو ژوند په یووالي کې نغښتی دی."

هغه زیاته کړه "زما په باور اوکرایین د خپل پایښت لپاره جګړه کوي" او دا چې هېواد یې د اروپايي اقتصاد او ارزښتونو پر لور د حرکت په حال کې دی.

ولودمیر زېلېنسکي وايي "دا لار موږ غوره کړې. موږ امنیتي‌ ضمانتونه غواړو. د خاورې پر سره هر ډول جوړجاړی به موږ د یوه دولت په توګه کمزوری کړي."

د نوموړي په وینا خبره خپل ذات کې د جوړجاړي نه ده، بلکې "پوښتنه دا ده چې له چا سره؟ ایا پوتین سره؟ نه، ځکه په دې کار هېڅ باور نشته. له چا سره خبرې اترې؟ نه، هېڅ باور نشته."