درغلګر د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو په نامه پیسې راټولوي

د عکس سرچینه، Panagiotis Kotridis
امنیتي کارپوهان وایي د درغلګرو ځینې ډلې هڅه کوي خلک دوکه او د ترکیې او سوریې زلزله ځپلو په نامه پیسې راټولې کړي.
دغه ډلې له خلکو سره اړیکه نیسي او ورته وایي چې دا پیسې هغو خلکو ته راټولوي چې له زلزلې وروسته په سړه هوا کې د ژوند تېرولو لپاره هېڅ نه لري.
خو درغلګر دا بسپنې د اړمنو خلکو پر ځای د خیالي خیریه ټولنو په نامه خپلو بانکي حسابونو ته لېږي.
د امنیتي چارواکو په وینا د دې خلکو د درغلۍ ځينې کړنلارې یې پېژندلې او هغه وسایل یې هم مشخص کړي چې له مرستې مخکې دوه ځلي دا چک کوي چې پیسې چېرته ځي.
د ټېک ټاک لپاره د موادو چمتو کوونکي کولای چې له دې لارې پیسې وګټي.
خو اوس د ټېک ټاک کاروونکي په خپلو پاڼو د زلزلې د ویجاړیو انځورونه، ویډیوګانې او د ټلویزیونونو د خپرونو ځینې برخې خپروي چې ګواکې د ژغورنې هڅې کوي او له خلکو بسپنه غواړي.
دوی له خپلو خپرو شویو موادو سره "راځئ ترکیې سره مرسته وکړو" - "د ترکیې لپاره دعا وکړئ" او "زلزله ځپلو سره مرسته وکړئ" سرلیکونه خپروي.

په دې منځ کې یو اکونټ چې یوازې دری ساعته فعال وو، له هوا د وېجاړو شویو ودانیو اخیستل شوې ویډیو خپره کړې وه چې د غږونو منځ کې یو کس خاندي او په چینایي ژبه خبرې کوي.
"راځئ چې له ترکیې سره مرسته وکړو. بسپنه!" دا د دې ویډيو لپاره کپشن و.
یوه بله ویډیو کې، یو ماشومان چې په چیغو او ژړا له چاودنې او اوره په تېښته دی، ښودل کېږي.
د ژوندۍ خپرونې د کوربه پیغام دادی چې" لطفا هدف ته د رسېدو لپاره مرسته وکړئ" د ټېک ټاک ډالۍ لپاره ښکاره غوښتنه"
خو د ماشوم دا انځور له اره د ترکیې د زلزلې نه دی.
په دې اړه پلټو وښوده چې دغه انځور په ۲۰۱۸ کال کې ټویټر کې "د عفرین نسل وژنه بنده کړئ" تر سرلیک لاندې خپور شوی وو.
دا د سوریې شمال لوېدیځ کې یو ښار یادوي چې ترکي ځواکونو او متحدینو یې د دې ځای ځایي خلک له کرد مېشتو سیمو وشړل.

د ټېک ټاک له لارې د پیسو ګټلو بله احتیاطي کلیمه: بي بي سي موندلې چې ټېک ټاک له دې لارې تر اویا سلنه پیسې ګټي، که څه هم ټېک ټاک وایې دا کچه کمه ده.
د ټېک ټاک یو ویاند بي بي سي ته وویل "موږ په ترکیه او سوریه کې ویجاړوونکو زلزلو ډېر خپه کړي یو او له زلزلې ځپلو سره د مرستې په هڅو کې مرسته کوو. همدارنګه هڅه کوو د هغو خلکو مخه ونیسو چې درغلي کوي او د هغو ټولنو غړي تېر باسي چې غواړي مرسته وکړي."
په ټویټر هم ځينې خلک احساس پاروونکي انځورونه له هغو لینکونو سره خپروي چې له لارې یې مرسته کوونکي کولای شي له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د مرستو ټولونې ورته غوښتنه په ټویټر هم شوې او په ۱۲ ساعتونو کې اته ځله خپره شوې ده. ورسره یو داسې انځور خپور شوی چې د اور وژونکو ډلې یو غړی، کوچنی ماشوم د لوېدلو ودانیو منځ کې غېږ کې نیولی دی.

د عکس سرچینه، UGC
که څه هم دغه انځور ډېر کارول شوی خو رېښتینی نه دی.
د یونانۍ ورځپاڼې "او اي ایم اې" د راپور له مخې دا انځور د دغه هېواد د اور وژنې ډلې له وړاندې جوړ کړی و.
له دغه انځور سره ورته څو نور هم جوړ شوي.

د عکس سرچینه، Midjourney
کله چې بي بي سي د ټویټر له لارې له دغو کسانو سره اړیکه ونیوه، هغوی درغلي رد کړه.
دوی وایي چې دا هرڅه د کمزوري انټرنیټ له امله دي، خو د ټویټر دغه کارن خپل ځواب چې په کوګل ژباړن یې انګلیسي ته ژباړلی و، استولی دی.
"زما هدف دا و چې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړم - که چېرې وتوانېږم چې پیسې راټولې کړم، اوس خلک له یخنۍ سره مخ دي. په ځانګړي ډول ماشومان چې خواړه نه لري، زه په دې اړه تاسو ته اسناد هم درلېږلی شم."
خو دغه کس تر پایه هم نه کوم سند واستوه او نه یې خپل هویت په ډاګه کړ.
د سابیري امنیت پوه 'ایکس شرما' وایي، دغه اکونټونه خبري لیکنې بیا ریټویټ کوي، د پېژندل شویو کسانو او کارو بارونو تویټونو ته ځواب لیکي، په ټویټر یې فعالیت را ښکاره شي.
هغه بي بي سي ته وویل "دوی د بیړنیو مرستو جعلي اکونټونه جوړوي چې د قانوني ادارو او خبري رسنیو په توګه ښکاري، خو پیسې بیا خپل [پې پال] اکونټ ته لېږي."
له دا ډول اکونټونو یو هم د "ترکي ریلیف" په نامه دی چې په تېره جنورۍ کې جوړ شوی، دا اکونټ یوازې ۳۱ کسان څاري او د 'پې پال' له لارې د پیسو را ټولولو کمپاین کوي.

دغه اکونټ تر اوسه ۹ سوه ډالرو مرسته تر لاسه کړې، خو پنځه سوه ډالر پخپله د پاڼې جوړوونکي د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره د دغه خیریه اکونټ پر جوړولو لګولې.
ښاغلی شرما وايي "دا کار د دې لپاره کوي چې مرسته کوونکو ته مستند ښکاره شي."
ټویټر او پې پال سیستم
له زلزله ځپلو سره د مرستو په موخه د بسپنې راټولنې د پې پال له سلو زیات اکونټونه په وروستیو ورځو کې جوړ شوي چې ځینې یې جعلي ختلي دي.
د ښاغلي شرما په وینا مرسته کوونکي باید په ځانګړي ډول د هغو پې پال اکونټونو په اړه اندېښنه ولري چې دوی وایې ترکیه کې دي، ځکه د هغه په وینا پې پال له ۲۰۱۶م کال راهیسې په ترکیه کې فعالیت نه لري.

دی وایي "ځیني واقعي خیریه ټولنې له ترکیې بهر پې پال کاروي، خو که بسپنه راټولوونکي په ترکیه کې وي هلته بیا د اکونټ په سر سره کرښه راځي."
بل پلو پې پال هم ځینې جعلي اکونټونه تړلي.
د پې پال ویاند په دې اړه بي بي سي ته وویل "کله چې لویه برخه خلک د بسپنو راټولو لپاره پې پال کاروي دا یو ښه کار دی، خو زموږ ټیم هڅه کوي چې په دې منځ کې اصلي او جعلي اکونټونه مالوم او چاڼ کړي."
ټویټر هم د "ترکیې ریلیف" په نامه اکونټ تړلی دی.




















