د امریکا کانګرس ته د جوبایډن کلنۍ وینا؛ د افغانستان هېڅ یادونه یې ونکړه

President Joe Biden delivers the State of the Union address to a joint session of Congress at the US Capitol,

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د امریکا ولسمشر جو بایډن کانګرس ته د (هېواد وضعیت) په نامه پخپله کلنۍ وینا کې د افغانستان هېڅ یادونه نه ده کړې. د هغه دې بیان د افغانستان په اړه د امریکا پر تګلارې نیوکو کونکو ته بیا فرصت ورکړی چې د دغه هېواد په اړه د جوبایډن پالیسي وننګوي.

د جوبایډن له وینا وروسته امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام یو له لومړنیو هغو کسانو دی چې له دې کبله یې پر جوبایډن نېوکه کړي.

هغه ویلي "جوبایډن په ښکاره افغانستان هېر کړی، خو زه په ډاډ وایم چې نړۍ به افغانستان نه هېروي."

ښاغلي ګراهام زیاته کړې امریکايي‌ همکاران له افغانستان څخه په دې ډول د ټولو پوځیانو پر ویستلو شاک شوې.

سناتور لېنډسي ګراهام له افغانستان څخه د امریکایې ځواکونو پر کاواکه وتو تل نیوکې کړي او وخت نا وخت یې له افغانستان څخه پر امریکا د بل برید خبرداری ورکړی. هغه تل ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني د امریکا او نړۍ د ملي امنیت په ګټه نده.

د افغانستان په اړه د هغه وروستۍ دریځ او د جوبایډن په وینا غبرګون داسې مهال راځي چې جو بایډن د سې شنبې په ورځ کانګرېس ته په اوږده وینا کې له افغانستان پرته په ډېرو موضوعاتو تم شو.

بایډن په څه وغږېد؟

له نورو ځينو موضوعاتو ور ها خوا پر دغې کلنۍ وینا کې د جوبایډن ډېر تمرکز د خپل هېواد پر روان وضعیت و، ده له جمهوریپالو د هغو کورنیو د ستونزو هوارولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه،‌ چې د خپل ژوندانه د څرخ اړولو لپاره زیار باسي او سخت کار کوي.

د امریکا دغه دیموکرات ولسمشر مشرانو جرګې او د استازو جرګې ته - چې د دیموکراتانو په واک کې دي، پخپلو خبرو کې د ستونزو د حلولو لپاره د دواړو ګوندونو پر همکارۍ ټینګار وکړ.

هغه همدا شان د امریکا پر اسمان د چینايي بالون راڅرګندېدو په تعقیب، چې د واشنګټن د ادعا له مخې جاسوسي چارې یې مخته وړلې- ژمنه وکړه چې ددغه هېواد له ملي حاکمیت به دفاع وکړي.

ډېری د ده دا وینا د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د بیا نوماندېدو یوه پیلامه بولي.

بایډن د سې شنبې ورځې دغه وینا داسې مهال کړې چې واک ته له رسېدو راهیسې د هغه له کړنو د خوښۍ کچه کابو خپلې ټیټې کچې ته رسېدلې ده.‌

جمهوریپالو د ښاغلي بایډن ددې وینا په غبرګون کې د هغه پر ادارې تور لګوي چې ګنې د خلکو د ورځني ژوند د اسانولو په درشل کې نه دی.

د وینا پرمهال، د استازو جرګې جمهوریپال نوی مشر کېوېن مکارټي - چې د ښاغلي بایډن له سختو مخالفانو دی، د ولسمشر شا ته ناست و.

د بایډن مخالف ګوند ویلي وو،‌ چې د ولسمشر د کورنۍ او کابینې په اړه باید څېړنه وشي.‌

President Joe Biden delivers the State of the Union address as Vice-President Kamala Harris and House Speaker Kevin McCarthy stand behind him

د عکس سرچینه، Getty Images

دی چې وړاندې د خپلو مخالفانو پر وړاندې له بې‌اتفاقۍ د ډکو شعارونو په ورکولو تورن شوی و، وویل: "خپلو جمهوریپالو ملګرو ته وایم، که موږ په مخکنۍ کنګره کې له یو بل سره په همکارۍ توانېدلي وای، داسې ثبوت به نه و پاتې شوی چې په دې کنګره کې له یو بل سره په ګډه کار ونه کړای شو".

بایډن پخپله ۷۳ دقیقه یي وینا کې وویل: "خلکو موږ غوره کړي یو چې خپل کار بشپړ کړو! ".

ښاغلي بایډن دا هم وویل، پر کانګرس د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلویانو له یرغل دوه کاله وروسته، په امریکا کې دیموکراسي ټپي شوې،‌ خو "سر لوړې او ماتې نه منونکې ده".

د ویډیو تشریح، د بایډن وینا کې درې ازمېښتي شېبې
line

بهرنی سیاست

د نوموړي د وینا یوه برخه بهرني سیاست ته ځانګړې شوې وه، چې د ډېرو پام یې ځان ته ور اړولی و.

ده د چین هغه مشکوک څارګر بالون ته اشاره وکړه چې د امریکا پر اسمان وچورلېد او بالاخره د امریکا پوځ یې په ختیځو سواحلو کې راغورځولو ته اړایستل شو.

ښاغلي بایډن وویل ژمن دی چې د امریکا له اصلي سیال سره همکاري وکړي. ده زیاته کړه: "خو تېرتنه ونه کړئ: لکه څنګه مې چې تېره اونۍ روښانه کړه، که چین زموږ ملي حاکمیت ګواښي، نو د خپل هېواد د ساتنې لپاره به لاس په کار شو. او دا کار موږ کړی هم دی".‌

ده وویل، جمهوریپال باید پوه شي چې بایډن ولې ددغه بالون پر وړاندې د غبرګون ښودلو ته یوه اونۍ صبر وکړ.

Rodney Wells and RowVaughn Wells (front left), the parents of Tyre Nichols, attended the speech as guests - alongside Brandon Tsay, hero of the California dance hall shooting, shooting, and U2 singer Bono

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي بایډن د خپلې سیاسي تګلارې په اډانه کې د هېواد اقتصادي پیاوړتیا ته په اشاره وویل، چې په تېره جنورۍ میاشت کې د بې‌روزګارۍ کچه د ټولې پېړۍ پرتله خپلې ټیټې کچې ته رسېدلې ده.

ده وویل، چې د تېرو څلورو لسیزو د تورم کچه په کمېدو ده. خو زیاته یې کړه چې امریکايي ‌کورنۍ "لا ډېرې سا اخیستنې" ته اړتیا لري.