چین کې کورونا وروستۍ میاشت کې ۶۰ زره کسان مړه کړي

د خپرېدو وخت

چین په یوه میاشت کې د کورونا ناروغۍ له کبله د ۶۰ زره کسانو د مړینې راپور ورکړی دی. دا په چین کې د کورونا وبا پر وړاندې د صفر پالیسۍ ختمولو وروسته تر ټولو لوړې شمېرې دي.

په چین تورونه دي چې د کورونا له کبله د ډېرو خلکو له مړینې سره سره رسمي شمېرې کمې اعلانوي پداسې حال کې چې له روغتونونو، هدیرو او کورونو چې کومې نښې نښانې موندل کیږي، ښکاري د مړینې کچه خورا لوړه ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د ډېسمبر له اتمې د جنورۍ تر ۱۲ نیټې پورې په دغه هېواد کې د کورونا وبا له کبله د ۵۹۹۳۸ کسانو مړینه ثبت شوې.

پدې اړه خپرو شویو معلوماتو کې راغلي" په مړو شویو کې د ډېرو کسانو عمرونه اتیا یا له اتیا کلنۍ لوړ وو او ډېر یې وار له مخه په ځېنو نورو ناروغیو هم اخته وو."

د شمېرو له مخې د دوی له منځه څه باندې پنځه نیم زره کسان د ساه بندۍ او پاتې نور یې له کورونا سره هم مهاله د ځینو نورو ناروغیو درلودو له کبله مړه شوي دي.

د مړینې اصلي شمېرې له دې ډېرې لوړې اټکل کیږي ځکه حکومت یوازې د هغو کسانو مړینه اعلان کړي چې د دوی په وینا روغتیایې مرکزونو یې شمېرې ثبت کړي دي.

بېجېنګ تېره میاشت د کووېډ ۱۹ له کبله د مړینو څرنګوالی په څو ډولونو درجه بندي کړ او د نوې تګلارې له مخې دا هېواد یوازې د هغو کسانو مړینه د کورونا وبا په لېست کې اضافه کوي چې د ساه بندۍ له کبله مري، هغه چې نورې ناروغۍ هم لري دوی یې شمېرې بېلې ثبتوي.

د روغتیا نړیوالې ادارې د چین پر دغو کړنلارو او سپیناوي نېوکې کړي دي.

چینې چارواکو بیا تل ویلي چې د دوی لخوا اعلان شوې شمېرې کره او سمې دي.

چین ویلي د کووېډ نښو نښانو له کبله تر ټولو ډېر ناروغان د جنورۍ میاشتې په لومړیو کې ثبت شوې او اوس هم دا شمېرې همداسې په لوړیدو دي.

دغه هېواد ویلي دوی به په ټولو ځایونو په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې پر وبا اخته ناروغانو ته خپله پاملرنه ډېره کړي.