تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چین کې "۹۰۰ میلیونه کسان" پر کورونا اخته شوي دي
د پکن پوهنتون د څېړنو له مخې، د جنورۍ تر یوولسمې نېټې په چین کې ۹۰۰ میلیونه خلک پر کورونا اخته شوي دي.
د دغه بنسټ د اټکل پر بنسټ، د چین ۶۴ سلنه وګړي اوس پر دې ویروس ککړ دي.
په دې څېړنه کې ګانسو ایالت د ټولو په سر کې یاد شوی ځکه چې ۹۱ سلنه وګړي یې اوس دا ویروس لري.
همدا راز د یونن ایالت ۸۴ او د چينګها ۸۰ سلنه خلک پر کورونا اخته دي او یو په بل پسې دویم او درېیم ځای لري.
د ناروغیو د کنټرول یوه چینايي کارپوه زینګ ګوانګ خبرداری ورکړی چې د چین په کلیوالو سیمو کې به د نوي چيني کال د مراسمو له کبله پر دې ناروغۍ د اخته کېدونکو شمېر لا لوړ شي.
ښاغلي ګوانګ ویلي، پر ویروس د ککړېدو د دې تازه څپې اوج به دوه-درې میاشتې وخت ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغه هېواد کې د نوي چيني کال رخصتۍ پیلېږي او سلګونه میلیونه خلک خپلو پلرنیو سيمو ته د سفر تابیا کوي.
دا د کورونا وبا له پیل راهیسې هلته د ډېرو لپاره لومړی ځل دی چې خپلې د زېږېدو سيمې له نږدې وویني.
تمه ده د نوي کال رخصتیو کې دوه میلیارده سفرونه وشي
له هغه راهیسې چې چين په دغه هېواد کې د کورونا صفر ته رسولو تګلاره پرېښوده، اوس په ورځني ډول پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نه اعلانېږي. خو د لویو ښارونو ګڼ هغه روغتونونه پر ناروغانو ډک شوي دي چې د درملنې ښې اسانتیاوې لري.
هنان یوازېنی ایالت دی چې پر کورونا ویروس د اخته کسانو شمېرې یې خپرې کړې دي.
د روانې جنورۍ میاشتې په پیل کې د هنان یوه روغتیايي چارواکي ویلي وو چې د دغه ایالت نږدې ۹۰ سلنه خلک پر کورونا اخته شوي دي او دا کیسه په ښارونو او کلیو کې یو شان ده.
د ناروغیو د کنټرول برخې کارپوه زينګ ګوانګ د دې میاشتې په پیل کې په یوه علمي ناسته کې وویل، "دا د کلیوالو او لرو پرتو سیمو باندې د تمرکز وخت دی. هلته عمرخوړلي، ناروغان او معلولان روغتیايي اسانتیاو ته د نه لاس رسي له کبله له درملنې پاتې کېږي"
د نوي چيني کال لپاره رسمي رخصتۍ د جنورۍ پر ۲۱ پیلېږي او میلیونونه خلک پکې له یوه ځایه بل ته تګ راتګ کوي.
تمه ده په دغو رخصتیو کې ټولټال دوه میلیارده سفرونه وشي او لسګونه میلیونه کسانو وار د مخه د سفر موزې په پښو کړې دي.
"سږ کال به لږ تر لږه یو میلیون چینایان د کورونا له کبله مړه شي"
تېره میاشت چين په ناڅاپي ډول هلته تر اعتراضونو وروسته صفر ته د کورونا د رسولو تګلاره پرېښوده او تېره یکشنبه یې خپلې پولې د نړیوال تګ راتګ لپاره پرانیستلې.
په داسې چټکۍ سره په دومره لوړ شمېر کې پر کورونا د چینایانو د اخته کېدو تر شا یو لامل هم دا یاد شوی چې ګواکې په کافي کچه خلک نه دي واکسین او د خوندیتوب او واکسين کېفیت هم څنګه چې په کار وه، هغومره ښه نه و.
نړیوالو روغتیا پوهانو وړاندوینه کړې ده چې روان کال به په چین کې لږ تر لږه یو میلیون تنه د کورونا له کبله مړه شي.
د یادولو ده چې د چین دولت د دې وبا له هماغه پیل راهیسې په دغه هېواد کې په رسمي ډول یوازې د څه باندې پنځه زره کسانو مړینه په رسمي ډول تایید کړې ده. دا په یوه هېواد کې د وګړو شمېر ته په کتو د مړینې خورا ټيټه کچه ده خو د دې شمېرو د ريښتیاوالي په اړه شکونه شته.