چینايي چارواکي وایي له ۸۸ مېلیون ډېر کسان هنان ولایت کې په کورونا اخته شوي

د خپرېدو وخت

د چین هنان ولایت روغتیایي چارواکي، وایي د دغه ولایت نږدې ۹۰ سلنه اوسېدونکي اوس په کورونا اخته شوي دي.

هنان په دغه هېواد کې درېیم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ولایت دی.

د هنان والي، کن کوانچېن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۸۸ اعشاریه پنځه مېلیون ښودلی.

چین، د کورونا بشپړ له منځه وړلو لپاره د صفر تګلارې پریښودو وروسته، د کووېډ پېښو کې د بې ساري زیاتوالي سره مبارزه کوي.

دغه هېواد کې د ډېسمبر میاشتې له کمسارو لاریونونو وروسته، د کورونا د مخنیوي لپاره بندیزونه له منځه یوړل شول.

د هنان والي د دغه ویروس د پراخې خپرېدو تاریخ مشخص کړی ندی خو د کورونا د بشپړ له منځه وړلو لپاره د دغه هېواد پخوانۍ د صفر تګلارې، د کورونا قضیو شمېر کم کړی وو او دا شونتیا شته چې هنان کې په تېرو څو اوونیو کې دغه وېروس ډېر خپور شوی وي.

ښاغلی کن زیاتوي د تبې معلومولو روغتیایي مرکزونو کې د ورغلیو کسان شمېر د ډېسمبر له نولسمې زیات شوی دی.

په کورونا اخته کسانو په هکله د هنان ولایتي چارواکو شمېرې د مرکزي حکومت له شمېرو سره په بشپړ توګه توپیر لري.

د رسمي شمېرو له مخې د چین په یو اعشاریه څلور مېلیارد نفوس کې ۱۲۰،۰۰۰ کسان په کووېډ اخته شوي او د کووېډ ضد تګلارو له منځه وړلو وروسته ۳۰ کسان مړه شوي دي.

په همدې حال کې د یکشنبې پر ورځ، چارواکو په چین کې د درېیو کوویډ مړینو راپور ورکړ، چې د تېرې ورځې پرتله یو ډیر دی.

دا چې د کوویډ مړینې لږ ښودل شوي او د کووېډ ټسټ نور اجباري ندي، نو حکومتي شمېرې د پیښې ریښتینې کچې ښودنه نه کوي.

نور ځایي او ولایتي چارواکي هم د حکومتي شمېرو پرتله مختلفې شمېرې وړاندې کړي دي. د کرسمېس په شپه د کوېنګ داو بندري ښار يوه لوړپوړي روغتيايي چارواکي خبر ورکړ چې هره ورځ نیم مېلیون کسان په کووېډ اخته کېږي، چې دغه شمېرې په چټکۍ سره له خبرونو څخه لېرې کړل شول.

په ورته وخت کې د چین روغتیایي چارواکو ویلي د متحده ایالاتو لخوا وړاندیز شوی لوړ نرخ په پایله کې د فایزر کمپنۍ د پکسلووېډ په نامه د کووېډ درمل به خپل لومړني طبي بیمې پروګرامون کې شامل نه کړي.

د کووېډ دغه درمل چې په لنډمهالي ډول د سږ کال مارچ میاشتې تر پایه د چین روغتیایی بیمې کې شامل دی، د تېرې میاشتې کووېډ قضیو کې د زیاتوالي راهیسې یې غوښتنه زیاته شوې ده.

فایزر شرکت په یوه بیان کې ویلي، چین کې به د درملو "خوندي او کافي اکمالاتو" لپاره د چین له حکومت او ټولو اړوندو اړخونو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

د یکشنبې په ورځ بیجېنګ هم نړیوالو مساپر لپاره لازمي قرنطین ختم کړ او هانګ کانک سره یې خپله پوله پرانیستله.

رسمي شمېرې ښیي چې د شنبې په ورځ د کال پای له رخصتیو دمخه په لومړنۍ جوپه کې ۳۴ اعشاریه اووه مېلیون کسانو هېواد دننه سفر کړی. د دولتي رسنیو په وینا دا د تیر کال پرتله له درېیمې برخې څخه ډیر زیاتوالی څرګندوي.

اټکل دا کېږي چې د کووېډ قضیې به ډیرې شي ځکه دغه هېواد د دې میاشتې په وروستیو کې خپل نوی کال لمانځي او مېلیونه کسان به له لویو ښارونو کلیوالو سیمو ته د خپلوانو لیدو لپاره سفر وکړي.