کورونا؛ چین کې هغه چارواکي له دندې ګوښه شوي چې پر ناروغ یې د مړي ګومان کړی

د خپرېدو وخت

د چین په شانګهای کې هغه څلور ځايي چارواکي له دندې ګوښه شوي، چې پر یوه ناروغ کس یې د مړي ګومان کړی و او په روغتون کې یې د مړیو ساتنځي ته استولی و.

د یکشنبې پر ورځ داسې ویډیويي کلیپونه خپاره شول، چې په ظاهره د مړستون کارکوونکي د مړیو ساتنې یوه کڅوړه په ګاډي کې باروي.

وروسته له همدې کسانو یو لیدل کېږي، چې کڅوړه پرانیزي او وايي، دا کس خو لا ژوندی دی. د چین په خواله رسنیو کې دې پېښې پراخه غوغا رامنځته کړې.

وروسته پر دوشنبه د شانګهای سیمه ییزو چارواکو د پېښې تایید تر څنګ وویل، ناروغ کس روغتون ته لېږدول شوی او اوس یې روغتیايي حالت ښه دی.

د سمیې چارواکي وايي، د یوه ډاکتر په ګډون دې لړ کې له پنځو کسانو پوښتنې ګروېږنې کېږي.

د هغه پالنځي مشر په ګډون چې ناروغ کس پکې ساتل کېده، د څلورو چارواکو خدمت جوازونه هم لغوه شوې دي.

د ناروغ کس پېژندګلوي پټه ساتل شوې ده. د دولتي خبري اژانس پخواني مشر هو شیجینګ په ګډون ګڼ شمېر کسانو دا پېښه سخته غندلې چې په وینا یې ''دا د مسوولیت یو داسې جدي ناغیړي ده، چې ان خبره یې تر مړینې ورسوله. ''

شانګهای چې ۲۵ میلیونه نفوس لري، له تېر مارچ میاشتې راهیسې چې د کوویډ ناروغانو شمېر پکې ډ‌ېر شوی، له سختو بندیزونو تېرېږي.

د دې ښار ډېری اوسېدونکي اوس هم اجازه نه لري، چې له اړتیا پرته له کورونو ووځي او ځینې نور بیا په زور حکومتي قرنطین مرکزونو ته لېږدول کېږي.

په ځینې ويډیويي رپوټونو کې لیدل شوي چې هغه کسان له پولیسو سره لاس او ګرېوان دي چې پولیس یې په زور له کورونو باسي.

د بي بي سي رپوټونو کې وار له مخه ویل شوي، چې په شانګهای کې چارواکي د وبا کابو کولو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

چین د نړۍ ډېری هېوادونو برعکس چې وايي، له وېروس سره سره د ژوند ورځنۍ چارې روانې ساتي، د وېروس له منځه وړلو هڅې کوي.

خو په چین کې صفر ته د کووېډ ناروغانو شمېر راکمولو دا هڅې په وروستیو کې د اومېکرون بڼې له راڅرګندېدو سره ټکنۍ شوې دي.