یو فلسطینی څلوېښت کاله وروسته د اسرایلو له زندانه را خوشی شو

فلسطین - اسرایل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د عاره کلي اوسېدونکو کریم یونس ته د خپل کلي د اتل لقب ورکړ
د خپرېدو وخت

کریم یونس د جنورۍ په ۵ د اسراییلو په شمال کې د "عاره " په نامه کلي کې له خپلې کورنۍ سره داسې مهال یو ځای شو چې ګڼ خلک یې هرکلي ته ټول شوي وو.

دغه فلسطیني وګړي د اسراییلو په زندان کې د زندانیانو په منځ کې تر ټولو ډېر عمر تېر کړی دی.

کریم یونس ته په ۱۹۸۳م کال کې وروسته له هغې د بند اوږده سزا ورکړل شوه چې لومړی یې "ایوي برومبرګ" په نامه یو اسراییلی سرتېری له ګولان لوړو برمته او درې کاله وروسته یې وژلی وو.

نوموړي په زندان کې سیاسي اثار ولیکل او له اسراییلو سره د هوکړې د غوښتنې له امله په مهم شخص بدل شو.

یونس چې د اسرابیلو تابعیت یې درلود، وروسته د اسراییلو کورنیو چارو وزیر له نوموړي دغه تابعیت واخیست.

د اسرایبلو کورنیو چارو وزیر په دې اړه یوه پلټونکي ته ویلي وو چې دا د هغو کسانو لپاره ښکاره پیغام دی چې"د ترورستي کړنو په سمبول" بدل شوي دي.

خو فلسطیني ولسمشر محمود عباس بیا د یونس په اړه ویلي وو: "یونس د فلسطین د خلکو او نړۍ د ازادي غوښتونکو لپاره په یو سمبول بدل شوی دی."

د اسراییلي رسنیو له قوله یونس د اسرایلو په مرکزي ښار "رعنانا" کې د سې شنبې په ورځ خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او کورنۍ ته یې اجازه نه وه ورکړل شوې چې د هغه ازادي ونمانځي.

وروسته نوموړی په شمال کې عاره کلي ته ولېږدول شو او د اسراییلو د ملي امنیت ادارې وزیر اتامر بن- غوییر له خوا پولیسو ته سپارښتنه شوې وه چې د هغه هرکلي ته د راتلونکو کسانو جدي څارنه وکړي.

ښاغلي بن غوییر په ټویټر لیکلي"ترڅو چې ښي اړخی دولت نوی قانون تصویب کړي او ترهګرو ته د اعدام سزا صادره کړي، ګورئ دا ډول خلک څنګه له زندانه خلاصېږي."

بل پلو کریم یونس چې تور او سپین دسمال یې په غاړه تاو وو، د خپل خلاصون په اړه وویل: "څلوېښت کاله له کیسو ډګ ژوند وو، د زندانیانو کیسې، هره کیسه د یوه ملت داستان بیانوي."

فلسطینیان

د عکس سرچینه، Getty Images

هغه وایې ویاړي چې د فلسطین د خلکو لپاره یې دا قرباني ورکړه او تیار دی چې له دې ډيرې نورې قربانۍ هم په غاړه واخلي.

یونس له ازادېدو وړاندې لیکلي و، د هغو کسانو لپاره چې لاهم په زندان کې دي ډير خفه دی، د هغوی په منځ کې یو هم ماهر یونس د کریم یونس د تره زوی دی چې له نوموړي سره یو ځای په یوه تور نیول شوی وو.

بل پلو د وژل شوي اسرایلي سرتیري خور د اسرایلو "حېیوم" ورځپاڼې ته ویلي: "دا د منلو نه ده چې داسې خلک زموږ په منځ کې وګرځي، وخاندي او له ژونده خوند واخلي."

په همدې تړاو د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسراییلو له زندان څخه د فلسطیني زندانیانو د خلاصون په اړه ویلي"دا د ټولو فلسطني وګړو غوښتنه ده."

د فلسطین د بشري حقونو ډلې "الضمیر" د مالوماتو له مخې، دا مهال نږدې څلور زره ۷۰۰ فلسطینیان د اسراییلو په زندانونو کې پراته دي.