پر ځینو هېوادونو او شرکتونو د تېلو د پلور په اړه د ولسمشر پوتین نوی فرمان

russia

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړی چې له مخې یې پر هغو هېوادونو او شرکتونو د تېلو پلور بندوي چې د روسیې د تېلو او ګازو پر بیو د لوېدیځ لخوا ټاکل شوی حد پلی کوي.

د پوتین دغه امر به سر له را روانې فبرورۍ میاشتې پلی کېږي.

د روسیې پر خامو تېلو د پلور بندیز د اوو هېوادونو،‌ اسټرالیا او اروپايي ټولنې له خوا شوې هوکړه کې د ډیسمبر له پنځمې نېټې د تطبیق وړ ګرځېدلې وه.

دغو هېوادونو د روسیې د هر بیرل (بیلر) تېلو لپاره تر ۶۰ ډالرو د لوړې بیې ټاکل منع ګرځولي دي.

روسیه وايي، تېل او نفتي تولیدات یې پر هېڅ لوري نه پلورل کېږي.

مسکو وايي، د پوتین دا نوی فرمان به د پنځو میاشتوې لپاره عملي کېدونکی وي.

پر مکررو نفتي تولیداتو لکه پیټرولو او ډیزلو به جلا بندیز وروسته د روسي حکومت په ټاکل کېدونکې نېټه عملي شي.

په دې فرمان کې دا هم راغلي چې ولسمشر پوتین ښايي تر بندیز لاندې هېوادونو ته د مرستې (ځانګړې اجازه) ورکړي.

اووه ستر صنعتي هېوادونه چې په نړۍ کې د لویو اقتصادونو څښتنان دي، د لومړي ځل لپاره د روسیې د تېلو او ګازو پر بیو ټاکل شوی حد په تېره سپتمبر میاشت کې ددې لپاره ټاکلی و چې مسکو په اوکرایین کې د جګړې لپاره له تېلي عایداتو د جګړې خپل تمویل بند کړي.

تر یرغل وروسته که څه هم لوېدیځ د روسي تېلو تقاضا راټیټه کړه، خو د روسي وارداتو تقاضا د هند او چین په ګډون په نورو هېوادونو کې د بیو د لوړېدو له کبله لوړه شوه.

د سمندې له لارې د روسيې د خامو تېلو پر تولیداتو بندیز عملاً د اروپايي ‌ټولنې لخوا عملي کېدونکی دی، امریکا هم د بریتانیا او نورو هېوادونو په شان ورته ګام اخیستی.

اوسمال په نړۍ کې د یو بیرل تېلو بیه شاوخوا ۸۰ ډالره ده،‌ چې دا کچه په تېره مارچ میاشت کې ۱۲۰ ته ختلې وه.‌

روسیه په نړۍ کې له سعودي عربستان وروسته د تېلو دویم لوی صادروونکی هېواد دی چې په خرڅلاو کې هر ډول نیمګړتیا به د نړیوالې انرژۍ پر مرستو اوږدمهاله اغېز ولري.