د چرګانو جنګ لوبې اړوند قضیه کې شپږ کسان په تښتولو تورن شوي

د چرګانو جنګ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا ډول لوبه په ګڼو هېوادونو کې بنده ده، خو وروستیو کلونو کې وروسته تر هغه ډېره دود شوه چې د کورونا وبا پرمهال د کاروبار بندېدو له کبله پر انټرنېټ خلکو خوند ترې اخیست.
    • Author, کترین ارمسټرانګ
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت

فیلیپین کې شپږ کسان په دې تورن شوي چې ګنې د چرګانو له جنګ سره په تړاو یې ځینې خلک تښتولي دي.

باور کېږي چې دا تورن کسان په تېره جنورۍ میاشت کې د چرګانو جنګ د تماشا ته د تللو پرمهال- چې پلازمېنه مانیلا کې جوړ شوی و، تښتولي شوي وو.

دا پېښه په دې هېواد کې د چرګانو د جنګ اړوند ساتېري له ګونګو پېښو ګڼل کېږي.‌

مخکني ولسمشر رودریګو دوتیرتي پر انټرنېټ د چرګانو د جنګ د وېډیوګانو خپرول بند کړي وو، خو په دودیز ډول یې د دې کار دوام ته اجازه ورکړې وه.

شپږو واړو تورنو پرې لګول شوي تورونه رد کړي دي.

A local cockfight in the Philippines, 2011

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فیلیپین کې د چرګانو جنګولو مینه وال ډېر دي (ارشیف تصویر)

فرنس پرېس خبري اژانس ویلي، په دې لړ کې درې پخواني پولیس افسران هم د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې له خپل کوره د چرګانو د جنګ د یوه هڅوونکي تښتولو کې تورن پېژندل شوي.

فرانس پرېس زیاتوي، قرباني شوی کس پر انټرنېټ د جعلي سیالیو لپاره یوه وېبپاڼه جوړه کړې وه.

د چرګانو د جنګ اړوندې دې مسلې په تړاو لاهم ۲۷ کسان تري تم دي او د موندلو هیله یې ډېره لږ ده.

د عدلیې وزیر جیسوس ریمولا ویلي "دوی ته د تري تم شویو نوم ښه نه راباندې لګي، بلکې ښايي مړه شوي وي".

A rooster is fitted with a razor sharp blade

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنګېدونکو چرګانو پر پښو پورې تېزې چړې تړل کېږي

په فیلیپین کې د چرګانو جنګ په پراخه کچه مینه وال لري، په تېره کله چې جنګ کې یو چرګ مړ شي ټول ورته چکچکې کوي.

د جنګېدونکو چرګانو پر پښو پورې تېزې څیزونه تړل کېږي.

دا ډول لوبه په ګڼو هېوادونو کې بنده ده، خو وروستیو کلونو کې وروسته تر هغه ډېره دود شوه چې د کورونا وبا پرمهال د کاروبار بندېدو له کبله پر انټرنېټ خلکو خوند ترې اخیست.

په وروستیو کې چارواکو د چرګانو دودیزې جنګونې ته اجازه ورکړه.