سوېلي افریقا کې د سونتوکو ټانکر چاودنې لس کسان وژلي

د ویډیو تشریح، د ټانکر د چاودلو شېبې
د خپرېدو وخت

د سوېلي افریقا مرکز جوهانسبرګ په ختیځ کې یوه روغتون ته څېرمه د تېلو یو لوی ټانکر احتمالاً تر یوه پله لاندې نښتی او چاودلی چې لږ تر لږه لس کسان یې وژلي دي.

یاد ټانکر د شنبې په ګهیځ په باکسبرګ ښار کې تر یوه ټیټ پله لاندې نښتی. دا پېښه له ټمبو میموریال روغتون شاوخوا ۱۰۰ متره لیرې شوې ده.‌

د چاودنې له کبله د روغتون د یوې برخې د بام له رالوېدو وروسته ناروغان خوندي ځای ته لېږدول شوي.‌

په ټانکر کې سونتوکي لېږدول کېدل.

د بېړنیو خدمتونو ادارې ویاند ویلیم نټلاډي له خولې ویل شوي چې "احتمالاً،‌ د ګاز یو ټانکر د یوې فرعي لارې پله لاندې بند شوی او بیا یې اور اخیستی دی."

اوروژونکو هڅه کړې چې د چاودلي ټانکر اور مړ کړي، خو هلته یوه بله لویه چاودنه شوې ده.‌

اې اېف پي خبري اژانس ویلي، داسې وېره شته چې ښايي مرګ ژوبله زیاته شي، ځکه چې د ۱۹ ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی او ۱۵ نور عادي حالت کې دي، خو سخت سوځېدلي دي.

یوه عیني شاهد میچل کلوینجي ویلي، دا چاودنه د یوه بم په څېر و. ده رویټرز ته ویلي، تر پله لاندې اور یې ولید.

یوې بلې عیني شاهدې جین ماري بویسن ویلي، په ځايي وخت اور شپږ نیمې بجې پیل شو.