تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لکي مروت کې پر پاکستاني پولیسو برید؛ ۴ پولیس وژل شوي
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید کې لږ تر لږه د څلورو پاکستاني پولیسو د وژل کیدو او څلور نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.
د لکي مروت پولیسو ویلي" وسله والو ترهګرو تېره شپه د پولیسو پر یوه پوسته د لاسي بمونو او راکټو برید کړی"
ځایي چارواکو ویلي له برید وروسته د پولیسو او "ترهګرو" تر منځ سخته جګړه نښتې او پر یو بل یې ډزې پیل کړې دي.
په وژل شویو پولیسو کې د پوستې مشر او څو نور کسان شامل دي.
د پاکستان ایالتي حکومت د خیبر پښتونخوا پولیسو پخپل ټوېټر پاڼه د یاد خبر له پخلي سربېره لیکلي " د وژل شویو پولیسو جنازه د پولیسو په یوه مرکز کې شوې او د درناوي سلامي هم ورته وړاندې شوې."
د لکي مروت پولیسو ویلي، له دې بریده وروسته سملاسي ګڼ شمېر نور ځواکونه سیمې ته رسېدلي او په وینا یې اوس په سیمه کې د پلټنې عملیات روان دي.
د دې پېښې مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی، خو ډېر کله پاکستاني طالبان د داسې بریدونو پړه پر غاړه اخلي.
پاکستاني چارواکي هم په دغه هېواد کې وروستۍ ناامنۍ د دغې ډلې کار بولي، او په وینا یې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې دا ډول پېښې ډېرې شوي.
پاکستان افغان لوری هم په دې تورن کړی چې له خاورې یې د دوی په ضد ګټه اخیستل کیږي. خو خپله افغان لوري او پاکستاني طالبانو دا تورونه بیا بیا رد کړي.
د دې ډلې مشر نور ولي مسید په یوه تازه مرکه کې هم دغې خبرې ته اشاره کړې.
نوموړي له سي اېن اېن تلویزیون سره په یوه تازه مرکه کې چې پرون خپره شوه ویلي" مونږ په پاکستان کې جنګ د پاکستان له خاورې کوو او د دې کار لپاره د بل چا خاورې او کمک ته اړتیا نشته."
د تحریک طالبان پاکستان مشر نور ولي مسید ټينګار کړی چې په واک کې د شته وسلو او امکاناتو په وسیله پاکستان کې د څو لسیزو لپاره د جګړې توان لري.
په دې مرکه کې د نور ولي مسید څخه پوښتنه شوې چې دوی له طالبانو څه ډول ملاتړ تر لاسه کوي هغه یې په ځواب کې ویلي "کله چې مونږ کومې مرستې ته اړتیا نه لرو نو پټول یې په څه مانا؟"
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې د نا امنیو پېښو له ډېریدو وروسته دغه هېواد څو ځله افغان لوری په مخامخ بریدونو او د پاکستاني طالبانو پر ملاتړ تورن کړی.