تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستاني طالبانو لکي مروت کې شپږ پولیس وژلي
د خیبر پښتونخوا لکي مروت کې د پولیسو پر یوې ګزمې برید شوی چې لږترلږه شپږ پولیس پکې وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا، پولیس په عادي ګزمه روان وو چې په وسلو سمبالو کسانو ډزې پرې وکړې او په ګاډي کې سپاره شپږ پولیس پکې ووژل شول.
پېښه د چارشنبې په ورځ سهار شوې ده.
د لکي مروت د پولیسو ویاند ویلي، په ګاډي کې سپاره کسان د شهاب خېلو سیمه کې په ګزمه راوتلي وو.
دی وايي، بریدګر تر برید وروسته ونو کې پټ شوي او پولیسو ته یې کمین نیولی و، کله چې هلته د پولیسو ګاډی ور رسېږي، دوی پرې راوځي او ډزې پرې کوي.
په وژل شویو کې د پولیسو یو مشر علم دین هم دی.
له پېښې وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د بریدګرو د موندلو لټون یې پیل کړی.
د برید مسؤولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا پولیسو په یوه بیان کې ویلي، دا ډول بریدونه د پولیسو هوډ نه شي کمزوری کولی او د "وروستي ترهګر تر وژل کېدو پورې به جګړه روانه وي".
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر ټویټر د لکي مروت پېښې په غبرګون کې لیکلي چې "تېروتنه به نه وو، ترهګري د پاکسان له لویو ستونزو یوه ده".
دی واييو په لکي مروت کې پر پولیسو برید ترهګریز برید غندي.