هند کې د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي

د عکس سرچینه، Subhendu Ghosh /Hindustan Times via Getty Images
د هند له بیهار ایالته رسېدلي رپوټونه وايي، د زهرجنو شرابو څښلو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي او ۲۰ په روغتونونو کې بستري شوي چې یو شمېر یې په سترګو ړانده شوي دي.
مړه شوي ټول کسان د دوو ځایي کلیو اوسېدونکي دي. د بیهار له ایالتي مرکز پټنې نژدې ۶۰ کیلومتره لېرې سارن ضلع یا ولسوالۍ کې د سې شنبې پر ورځ ګڼ شمېر نارینه وو خوا وګرځوله.
رپوټونو کې ویل شوي، د چهارشنبې او پنجشنبې پر ورځو له دې ډلې ځینې کسان په روغتونونو کې مړه شول او ځینې نورو بیا روغتونونو ته پر لار ساه ورکړه.
که څه هم د ځايي رسنیو رپوټونه د مړو شویو کسانو شمېر ۳۱ تنه ښيي، خو چارواکي بیا اندېښنه ښيي چې ښايي شمېر یې تر دې زیات وي.
یوه ځايي پولیس افسر سنتوش کومار ویلي، یو شمېر هغه شرابیان چې په روغتونونو کې بستري شوي، ړانده شوي دي.
د یوه ځايي روغتون مشر ساګر دولال سنها ځايي رسنیو ته ویلي چې تر اوسه د ۲۲ مړو شویو کسانو عدلي طب چارې بشپړې شوې دي.
د ځايي پولیسو افسر سنتوش کومار بیا وايي، د شرابو غیر قانوني دکانونو پر ضد عملیات پیل شوي دي. نوموړي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: ''موږ تر اوسه له یو درځن زیات کسان نیولي دي. ''
د یادونې ده، چې په ۲۰۱۶ کال کې د دې ایالت د اوسېدونکو ښځو تنظیمونو د شراب پېر او پلور پر ضد احتجاجونه وکړل.
دوی پر حکومت غږ کاوه چې بیوزله ځايي نارینه د خپل عاید ډېره برخه د شرابو پر څښاک لګوي او له هغه وروسته ځايي ایالتي چارواکو د شرابو پر څښاک او پلور بندیز ولګاوه.
د بیهار تر څنګ د هند په ځینو نورو ایالتونو کې هم پر شرابو بندیز لګېدلی، چې له کبله یې په لاسي توګه چمتو شوي غیر معیاري شراب په پټه پلورل کېږي او له کبله یې هر کال ځینې کسان ژوند له لاسه ورکوي.




















