پولیسو نژدې ۶۵ کاله وروسته د 'وژل شوي' ماشوم مړی وپېژاند

د عدلي طب یوه ماهر کس په دې تصویر کې د مړه شوي ماشوم څېره بیا رغولې.

د عکس سرچینه، National Center for Missing & Exploited Children

د عکس تشریح، د عدلي طب یوه ماهر کس په دې تصویر کې د مړه شوي ماشوم څېره بیا رغولې.
    • Author, مادلین هالپرټ
    • دنده, بي بي سي واشنګټن
  • د خپرېدو وخت

پولیسو د هغه ماشوم هلک مړی څه باندې شپیته کاله وروسته پېژندلی چې فلاډیلفیا کې په یوه کارتن یا بکس کې موندل شوی و.

دغه ماشوم چې تر کلونو، کلونو د بکس هلک په توګه پېژندل کېده، اوس د جوزف اګستس زاریلي په نامه پېژندل شوی. ځايي پولیس وايي، ډي این اې معایناتو او استخباراتي کار مرسته ورسره وکړه، چې بالاخره په دې ښار کې د وژنې دې ماشوم قرباني ناحل قضیه کې د مقتول پېژندګلوي ومومي.

د چارشنبې پر ورځ پولیسو یوې خبرې غونډې ته وویل، دوی به د یاد ماشوم مور، پلار نومونه وانخلي او د نوموړي مړینې د مسوول له یادولو یې هم ډډه وکړه. پولیس وايي، د قضیې پلټنه به روانه وي او له خلکو یې وغوښتل چې د دې هلک د ژوند جزیاتو موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

مسوولینو مخکې هم د ډي این اې معایناتو له لارې د دې ماشوم پېژندلو هڅه کړې وه، خو په لاس کې شته ثبوتونه ناکافي وو. خو وروسته د عدلي طب یو ماهر کس وکولای شول، چې د همدې ډي این اې بېلګې له لارې د ماشوم خپلوان وپېژني.

ماهرین د زېږون اسنادو له څېړنې وروسته ویلي، چې دا ماشوم د ۱۹۵۳ کال د جنورۍ پر ۱۳ مه زېږېدلی و. د ۱۹۵۷ کال په فبرورۍ کې بیا د فلاډلفیا ښار فوکس چاس په یوه ځنګلیزه سیمه کې د یوه ماشوم مړی داسې حال کې موندل شوی و، چې په یوه کمپله کې نغښتی و او په یوه لرګین بکس کې ایښی و.

چارواکو هغه وخت د اټکل له مخه ویل چې د مړه موندل شوي ماشوم عمر د څلورو او شپږو کلونو تر منځ دی. ځايي مسوولینو هغه وخت دا هم ویلي و، چې د ماشوم پر بدن یې ټپونه لیدلي او د وهلو، ټکولو پایله کې مړ شوی و.

هغه مهال په ټول ښار کې داسې اعلانونه ټومبل شوي وو، چې د ماشوم تصویر هم پرې چاپ شوی و. دغه ماشوم په یوه ځایي هدیره کې خاورو ته سپارل شوی او پر شناخته یې لیکلي وو: ''د امریکا نامعلوم ماشوم ''.