د اوکرايین جګړه: د روسيې توغندیزو بریدونو 'بېړنۍ' برېښنا پرې کړې

    • Author, جارسلاوف لوکایف
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ویلي، پر دوشنبه د روسي ځواکونو د توغندیو له ګوزارونو سره د برېښنا پرې کېدو بېړنی حالت رامخې ته کړي. هغه ویلي دې پېښو ګڼ خلک اغېزمن کړي او اندېښنه داده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د پلازمېنې کېیف تر نیمايي ډېر خلک برېښنا و نه لري.

ځايي چارواکو ویلي تېره شپه سویلي ښار زاپوریژیا ته څېرمه د هستوګنې په کورونو، او مهمو ودانیو ګڼ شمېر توغندي لګېدلي دي.

تراوسه د ځاني زیان رپوټونه نه دي ورکړل شوي. د دوشنبې د ورځې توغندیزو بریدونو کې څلور تنه وژل شوي وو. په اوکرایین کې دا مهال د ژمي موسم دی. ډېرو سیمو کې د سانټي ګراد درجه منفي صفر ده او درنې واورې اورېدلې دي.

خلک د روان کړکېچ له امله په دغه سړه هوا کې د اوبو او برېښنا له کړاو سره مخ دي. دې حالت دا وېره رامنځته کړې چې ښايي یو شمېر کسان له سړې هوا پېښېدونکو ناروغیو له امله مړه شي.

په یوه بله پېښه کې د روسيې د کورسک سیمې مشر رومان سټارووف ویلي، د بې پيلوټه الوتکې په یوه برید کې د تېلو د زېرمه کولو یو ټانکر بشپړ سوځېدلی. نوموړی وايي د برید له امله نور زیان نه دی اوښتی، یوازې دغه سیمې ته نږدې دوه ښوونځي د یوې ورځې لپاره تړل شوي وو. هغه و نه ویل په دغه سیمه کې چې له اوکرایین سره ګډه پوله لري، د برید تر شا به د چا لاس وي.

ولسمشر زېلېنسکي په یوه ویډیویي وینا کې ویلي، پر دوشنبه روسیې ۷۰ توغندي پر اوکرایین وار کړي چې ډېر یې په هوا کې له منځه وړل شوي دي. د روسيې دفاع وزارت ویلي دوئ په اوکرایین کې ۱۷ هدفونه په نښه کړي او په ویشتلي دي.

ولسمشر زېلېنسکي په دې هکله وايي:" تر ټولو ډېرې اغېزمنې سیمې وینیتسیا، کېیف، ژیتومیر، دنیپروپتروفسک، اودسا، خملنیتسکی و چرکاسی وې"

هغه ټینګار کاوه چې چارواکي به ژر تر ژره دغو سیمو کې د حالت عادي کولو لپاره هڅې وکړي او دا چې " هرڅه چې د ثبات او بیا ټینګښت لپاره شوني وي وبه یې کړي" ښاغلي زېلېنسکي ویلي په ګاونډي هېواد مالدووا کې یې برېښنا اغېزمنه شوې. نوموړی وايي: " د روسیې کړنې نه یوازې اوکرایین، بلکې زموږ ټولې سیمې ته ګواښ دی".

د دوشنبې ورځې بریدونه په تېرو اته اونیو کې پر اوکرایین د روسیې اتم لوی توغندیز برید دی. له تېرو څو ورځو دا خبرداري شته چې ښايي روسیه د بریدونو یوه نوي پړاو ته پر تیاري لګیا ده. د روسيې په دوو هوايي ډګرونو کې له پرلپسې چاودونو وروسته چې روسیې اوکرایین ته پکې د لاس لرلو ګوته ونیوله، خپل توغندیز بریدونه پیل کړل.

د روسیې دفاع وزارت ویلي د ریازان او ساراتووف سیمو هوايي ډګرونو کې یې درې امنیتي کسان وژل شوي او دوه الوتکې یې ویجاړې شوې دي. اوکرایین په دې تړاو خپل نظر نه دی په ډاګه کړی.

دغه دوه هوايي ډګرونه د اوکرایین له پولې سلګونه کېلو متره لیرې پراته دي چې د فبرورۍ له ۲۴ مې پر اوکرایین د روسيې له یرغل راهیسې د بریدونو د مهمو مورچو په توګه کارول کېږي.

د روسیې له بریدونو وړاندې کېیف کې چارواکو د ویجاړوونکو غلچکیو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی چې روسان یې پلان لری، چې ښايي د برېښنا د پرې کېدو او ولسي کړاو لامل شي.

د اکټوبر له ۱۰ راهېسې چې روسیه د جګړې په ډګر کې بایلات لري پر اوکرایېنانو د برېښنا ټکنۍ کول او پرې کولو چارې ته یې مخ کړې.

لوېدیځوال مشران پر دا وړ ملکي ځایونو بریدونه جنګي جرم بولي.

کارپوهانو بي بي سي ته ویلي پر د انرژۍ او برېښنا پر بنسټونو برېدونه د روسیې هغه تګلاره ده چې له مخې یې غواړي په خلکو کې وېره خپره کړي. مسکو په پرلپسې توګه دا وړ څرګندونې رد کړي.