د روسيې له بریدونو وروسته اوکرایین او مالدوا کې برېښنا پرچاو شوې

د خپرېدو وخت

د روسیې له تازه توغندیزو او هوايي بریدونو وروسته په اوکرایین او ګاونډي هېواد مالدوا کې برېښنا په پراخه کچه پرچاو شوې.

په اوکرایین کې د دې بریدونو له کبله لږ تر لږه شپږ ملکي کسان وژل شوي او چارواکي اړ شوي چې د برېښنا نشتوالي له کبله درې اتومي ریکټرونه وتړي. که څه هم مالدوا په دې بریدونو کې مخامخ نه ده په نښه شوې، خو د دې هېواد نژدې نیمايي برخه له برېښنا محرومه شوې.

په داسې حال کې چې ژمی رارسېدلی، مسکو پر اوکرایین توغندیز بریدونه ډېر کړي او د دې هېواد نژدې نیمايي برېښناکوټونه د ویجاړېدو له کبله ترمیم ته اړتیا لري.

پر چهارشنبه په ټول اوکرایین کې د هوايي بریدونو خبرداري سائرنونه وغږول شول او وروسته د پلازمېنې کیېف او لوېدیځ ښار لفیف په ګډون یو شمېر سیمو کې د چاودونو اورېدل کېدو رپوټونه ورکړل شول. په سویلي زاپوریژیا کې مسوولین وايي، پر یوه زېږنتون د توغندي لګېدو له کبله هغه ماشوم وژل شوی، چې نوی زېږېدلی و.

د اوکراییني ځواکونو قومندان جنرال والیري زالوژنې وايي، مسکو ۶۷ کروز توغندي ویشتلي چې په وینا یې د دوی دافع هوايي نظام ۵۱ هدف ته له رسېدو مخکې له منځه وړي.

خو د دې بریدونو له کبله په هېواد کې د انرژۍ تاسیساتو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د پلازمېنې کیېف ځینې برخې له اوبو او په بشپړه توګه له برېښنا محرومې شوې. د شپې له پیل سره سم کیېف ښاروال ویټالي کلیټچکو ویلي، د ښار نژدې اتیا سلنه اوسېدونکي یا له اوبو او یا هم له برېښنا بې برخې شوي دي.

د اوکرایین انرژۍ وزارت مسوولینو په خبره دوی اړ شوي دي چې له اوبو او حرارته د ترلاسه کېدونکې برېښنا ډېری مرکزونه هم وتړي. پر پلازمېنه کیېف او لفیف ښارونو د بریدونو له رپوټونو لږ مخکې اوکراییني چارواکو پر سویلي اوکرایین د تازه بریدونو خبره وکړه.

د میکولایو سیمې والي په وینا د دوی لور ته له سویلي او ختیځه ''ګڼ شمېر توغندي '' توغول شوي دي.

د ورسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کریملین رسنیو سکرتر دیمتري پیسکوف د ارمینیا پلازمېنې یریوان ته د یوه سفر اوږدو کې پر اوکرایین د تازه بریدونو په هکله څه و نه ویل، خو په وینا یې ''د ځانګړو عملیاتو (پر اوکرایین د روسیې یرغل لپاره د مسکو ځانګړې اصطلاح) راتلونکي او بریا کې هېڅ شک او شبه نه شته. ''

په مالدوا کې د برېښنا پرچاوي

بل لور د مالدوا مرستیال لومړی وزیر اندرې سپینو پر خواله رسنۍ ټویټر لیکلي چې په هېواد کې یې برېښنا بنده شوې. نوموړي زیاته کړې پر اوکرایین د روسیې بریدونو له کبله ' 'د برېښنا پراخه پرچاوۍ '' رامنځته شوې.

ښاغلي سپینو په وینا په نیم ساعت کې د مالدوا پلازمېنې چیسینایو ډېرو برخو برېښنا بېرته فعاله شوه، چې د مالدوا له نیمايی زیات وګړي پکې ژوند کوي. د نوموړي په خبره له نومبر ۱۵ مې راهیسې چې پر اوکرایین بریدونه ډېر شوي مالدوا د برېښنا له سختې پرچاوۍ سره مخامخ ده. له همدې کبله پر مخابراتي شبکو هم خورا ناوړه اغېز شوی.