نیویارک او سنګاپور د ګران بیه ښارونو په نوملړ کې لومړی ځای موندلی

نیویارک

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د اکانومسټ څارنې څانګې اي ای یو د یوې تازه سروې له مخې نیویارک او سنګاپور د نړۍ تر ټولو ګران بیه ښارونه بلل شوي دي.

دا لومړی ځل دی، چې نیویارک په دې نوملړ کې لومړي مقام ته رسېږي. د پروسږکال لومړی ځای لرونکی تل ابیب د سږکال په درجه بندۍ کې درېیم ځای ته رسېدلی دی.

دا سروې ښيي چې د نړۍ په نژدې ټولو لویو ښارونو کې د ژوند اړتیاوو پوره کولو لګښتونه اته اعشاریه یو سلنه زیات شوي دي. اوکرایین کې جګړه او د کووېډ وبا له کبله د توکو لېږد رالېږد کې خنډونه د لښګتونو او بیو لوړېدو لاملونو په توګه یاد شوي دي.

په استانبول کې د انفلاسیون زیاتېدو کچه تر ټولو لوړه یانې ۸۶ سلنه، په بیونس ایرس کې ۶۴ او په تهران کې ۵۷ سلنه زیاته شوې ده.

دغه راز په امریکا کې د انفلاسیون لوړه کچه د نیویارک بیو او لګښتونو زیاتېدو لامل بلل شوی دی. لاس اینجلس او سان فرانسسکو هم د سږکال لومړیو کې ځکه په لسو ګران بیه ښارونو کې شمېرل کېدل چې په امریکا کې د انفلاسیون زیاتوالي کچه تېرو ۴۰ کلونو کې بې سارې وه.

د ډالر بیې زیاتوالی هم د دې لاملونو له ډلې یو یاد شوی دی. پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته لوېدیځوالو هېوادونو پر روسیې بندیزونو ولګول چې له کبله یې مسکو او سنټ پېټرزبرګ له ۸۸ او ۷۰ م ځایه په ترتیب سره ۳۷ او ۷۳ ځای ته رسېدلي دي.

په دې سروې کې د نړۍ ۱۷۳ ښارونو کې د توکو بیې د امریکايي ډالر له حسابه سره پرتله کېږي. د سږ کال په سروې د اوکرایین پلازمېنه کیېف شامل نه و. د سږکال په سروې اي ای یو مسوولینو د ۱۷۲ ښارونو ۲۰۰ تولیداتو او خدمتونو له ۴۰۰ ډېرې بیې سره پرتله کړې دي.

د سروې مدیریت مسووله افسانا دت وايي اوکرایین جګړه، پر روسیې لګېدلي بندیزونه او په چین کې د صفر کووېډ قضیو پالیسي ''د اړتیاوړ توکو په رسولو کې خنډونه وو. ''

نوموړې وايي، دا او له دې سره د سود کچې زیاتوالی، او د اسعارو په بیو کې بدلونونه د دې لامل شوي چې په ټوله نړۍ کې د اړتیا وړ توکو بیو لوړې شوې.

اغلې دت زیاتوي د سروې شمېرې ښيي چې په ۱۷۲ ښارونو کې لوړې شوې بیې په تېرو ۲۰ کلونو کې بې ساري دي.