نایجریا کې به د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو ته د انګلیسي پر ځای په مورنیو ژبو زدکړې ورکول کېږي

په نایجریا کې انګلیسي رسمي ژبه ده او په تعلیمي ادارو کې د زدکړو لپاره کارول کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نایجریا کې انګلیسي رسمي ژبه ده او په تعلیمي ادارو کې د زدکړو لپاره کارول کېږي.
    • Author, اسحاق خالد
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

نایجریا حکومت یوه نوې پالیسي اعلان کړې، چې له مخې یې د انګلیسي پر ځای په لومړنیو ښوونځيو کې زدکوونکو ته په ځايي ژبو د زدکړو ورکولو هدف ته رسېدل دي.

د نایجریا پوهنې وزیر ادامو - ادامو د چهارشنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل، دغه نوې تګلاره چې د ملي ژبې نوم ورکړل شوی دی، د عملي کېدو لپاره منظوره شوې ده.

په نوې پالیسي کې ویل شوي، چې د ښوونځیو لومړنیو ټولګیو زدکوونکو ته به د لومړنیو شپږو کلونو زدکړې په مورنۍ ژبه ورکول کېږي.

د یادونې ده، چې انګلیسي د نایجریا رسمي ژبه ده او د دې هېواد ټولې تعلیمي ادارې یې د تدریس او زدکړې لپاره کاروي.

خو اوس به د انګلیسي ژبې مرکز رول ځايي ژبې ونیسي چې د نایجریا پوهنې وزیر په وینا ''زدکوونکي په خپله مورنۍ ژبه نسبتاً ښه زدکړه کوي. ''

خو نوموړي زیاته کړه، په ځايي ژبو د زدکړو لپاره اسانتیاوو چمتو کول به اسانه چاره نه وي، ځکه په خبره یې ''د ښوونکو موندلو، روزنې او درسي موادو چمتو کولو لپاره به خورا ډېر کار ته اړتیا وي. ''

یوه بله ننګونه پخپله نایجریا کې د ځايي ژبو شمېر دی، چې له ۶۰۰ اوړي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې حکومت به کله د ځايي ژبو زدکړو پالیسي عملي کوي. نایجریا حکومت وايي، دوی به لومړۍ د ښوونکو موندلو او هغوی ته د روزنې ورکولو چاره پیل کړي.