ایران کې د لاریونونو یوولسمه اوونۍ؛ د محصلينو او لارۍ چلوونکو احتجاجونه لاهم دوام لري

د خپرېدو وخت

د ایران په بېلابېلو ښارونو کې خواره واره احتجاجونه لا هم روان دي. پر خواله رسنیو خپاره شوي انځورونه ښيي چې په بندر عباس، اصفهان، اتوبان کاشا او قزوین کې ځای ځای احتجاجونه شوي دي.

څو ورځې کېږي چې لارۍ چلونکو احتجاج د دغه هېواد مهمو ښارونو کې ټرافیکي جنجال پېښ کړی.

رپوټونه وايي حکومت په سختۍ څار کوي او هغه کسان چې شک پرې کېږي د لاریونونو تر شا یې لاس دی نیول کېږي او پوښتنو ګروېږنو ته وربلل کېږي.

تازه د ایران د معلولینو ټولنې مشر بهروز مروتي له لاریون والو سره د ملتیا له امله د دغه هېواد استخباراتي ادارې سپاه پاسداران ورغوښتی. پر ټویټر هغه ادارې لیکلي، نوموړی به د سې شنبې پر ورځ د لا نور سپیناوي لپاره سپاه پاسداران ته ورځي.

ښاغلي مروت د معلولو وګړو د حق غوښتنې لپاره په وروستیو ورځو کې په ټول هېواد کې پراخ کمپاین پیل کړی.

د بشري حقونو خبري اژانس هرانا وايي د ایران حکومت د شهید بهشتي پوهنتون علمي غړی او استاد محمد راغب له لاریونونو سره په تړاو له دندې ګوښه کړی.

څو ورځې وړاندې یوې ایرانۍ محکمې د دغه هېواد د روحاني مشر علي خامنه ای خورځه فریده مرادخاني، له وربللو وروسته امنیتي ځواکونو ونیوله. هغې د ایران حکومت له "هټلر او موسولیني" سره پرتله کړی و.

مېرمن مراد خاني له نیول کېدو وړاندې په یوه ثبت کړې ویډیو کې ویلي و، "نور نو ددې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه خپل استازي له ایرانه وباسي."

د ایران امنیتي ادارو له لاریونو سره په تړاو یو شمېر کسان خوشې کړې هم دي. د دغه هېواد سینمايي ستورې هنګامه قاضیاني چې اونۍ وړاندې نیول شوې وه له بنده ازاده شوې، ورسره پخوانۍ پارلماني استازې پروانه سلحشوري په ضمانت خوشې شوې ده.

د لاریونونو د کابو کولو لپاره ایراني چارواکي له بېلابېلو لارو کار اخلي. د دغه هېواد د اړیکو او ټکنالوژۍ وزیر عسی زارغ پور د هرانا خبري اژانس ته ویلي پر انټرنېټ د بهرنیو اپلیشکنونو د څار او کتنې لپاره یې امنیتي څېړنې ټینګې کړي.

د ایران حکومت پر خلکو فشار راوړی چې د بهرنیو اپلیکشنونو پرځای کورني هغه وکاروي.

ایران کې د حکومت ضد لاریونونه وروسته له هغه پیل شول چې ایرانۍ مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

پولیس وايي هغه ناروغه وه خو کورنۍ او فعالانو ويلي هغه د وهلو له امله مړه شوې ده.

پولیسو مهسا امیني ځکه نیولې وه چې ګواکې د ایران حکومت له خوا منل شوی حجاب یې نه و مراعت کړی.