تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران احتجاجونه؛ امنیتي ځواکونو دوه هلکان وژلي، احتجاجیانو ''د خمیني کور'' ته اور ورته کړی
- Author, ډېوډ ګریتین
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ایران په سویل لوېدیځ کې د دوو کورنیو خپلوان وايي، په حکومت ضد احتجاجونو کې دوه هلکان د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
حکومتي رسنیو بیا ویلي، په ایزې سیمه کې پر موټر سایکلونو سپرو کسانو په یوه (ترهګریز برید) کې اووه کسان وژلي دي. خو د وژل شویو هلکانو نژدې خپلوانو بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر احتجاج کوونکو ډزې کړې چې له کبله یې نهه کلن کیان پیرفلک او ۱۴ کلن سپهر مقصودي وژل شوي دي.
ارنا دولتي خبري اژانس وايي، په دې برید کې د یوه نهه کلن ماشوم او یوې ښځې په ګډون اووه کسان وژل شوي او درې پولیس او د بسیج ملېشه ځواک دوه کسان هم په ټپیانو کې شامل دي.
خو د وژل شویو دوو هلکانو خپلوانو او اپوزېسیون فعالانو د ارنا رپوټ رد کړی او د کیان پیرفلک کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې بي بي سي فارسي څانګې فرهم غبادي ته ویلي چې نهه کلن ماشوم له خپل پلار میشام سره په موټر کې سفر کاوه چې د امنیتي ځواکونو اړوند کسانو یوې ډلې پرې ډزې وکړې.
د سپهر مقصودي کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې هم بي بي سي فارسي څانګې ته ویلي چې دغه ۱۴ کلن هلک په ایزې سیمه کې د احتجاج په ترڅ کې په ډزو په سر ویشتل شوی. دغې سرچینې ادعا کړې چې د دې وژل شوي هلک مړی هم امنیتي ځواکونو له مړستونه له هغه دوه ساعته وروسته غلا کړی، چې هلته لېږدول شوی و.
بل لور پر خواله رسنیو یو ویډیويي کلیپ لاس پر لاس کېږي چې ویل کېږي، د پنجشنبې پر ورځ د ایران په خمین ښار کې ثبت شوی دی.
په دې ویډیو کې د ځینې کسانو غږونه اورېدل کېږي، چې وايي، د خمیني کور ته یې اور ورته کړ.
د دوی اشاره هغو ودانیو ته ښکاري چې په خمین ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت موسس روح الله خمیني ''کور او موزیم '' په نامه ساتل کېږي او د هغه اثار پکې نندارې ته ایښي دي.
له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې چې په ایران کې حکومت ضد احتجاجونه روان دي، د ملېشه ځواکونو مرکزونو په ګډون یو شمېر دولتي ودانیو ته اور ورته کړل شوی دی. د پنجشنبې پر ورځ پر خواله رسنیو داسې ګڼ تصویرونه خپاره شول، چې د خمین ښار په لارو، کوڅو کې روان احتجاجیان پکې لیدل کېږي.
ویل کېږي چې د هېواد په نورو برخو کې هم د چهارشنبې پر ورځ لږ تر لږه ۱۳ نور کسان وژل شوي دي. د ایران په بېلا بېلو سیمو کې له تېرې سې شنبې راهیسې د ۲۰۱۹ کال هغو احتجاجونو یاد لمانځنې په پار چې د تېلو بیو لوړېدو خلاف شوي وو او امنیتي ځواکونو سخت ځپلي وو، د احتجاجونو او اعتصابونو یوه لړۍ پیل شوې ده.
په ایران کې د احتجاجونو تازه لړۍ بیا د پلازمېنې تهران اخلاقي فساد مخنیوي پولیسو په توقیف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني له مړینې وروسته پیل شوه، چې د جبري حجاب قانون نه مراعتولو په تور نیول شوی وه.
د ایراني حکومت مشران دا احتجاجونه ''بلوا '' بولي او په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه یې د ځپلو هڅه کوي، له پیله تر اوسه د ۵۶ ماشومانو په ګډون ۳۶۲ کسان وژل شوي او ۱۶۰۰۰ نور نیول شوي دي.
د ایراني بشري فعالانو خبري اژانس (ایچ ار اې این اې) په رپوټ کې ویل شوي، د دې احتجاجونو په ترڅ کې د امنیتي ځواکونو ۴۶ کسان هم وژل شوي دي.