د سعودي ولیعهد پاکستان ته سفر ځنډولی، د پاکستان دفاع وزیر یې پړه پر عمران خان اچولې

د عکس سرچینه، Getty Images
ټاکل شوې وه چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د نومبر په ۲۱مه نېټه په رسمي سفر اسلام اباد ته ولاړ شي خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن "یکشنبه" یوه اعلامیه کې ویلي چې دا سفر به بله کومه نېټه له سره تنظیمېږي.
د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ ویلي چې د دې سفر نوې نېټه به په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو په خوښه اعلان شي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف بیا د دې سفر د ځنډولو تور پر پخواني لومړي وزیر عمران خان پورې کړی او په وینا یې د خان د لاریونونو "لانګ مارچ" اعلان له کبله له دې سفره ډډه شوې.
خواجه اصف په یوه ټوېټ کې ویلي" ،اوه کاله مخکې د عمران خان د لاریونونو له کبله پاکستان ته د چین ولسمشر سفر ونشو کړای اوس بیا د سعودي ولیعهد سفر ځنډیدلی، عمران خان د خپلو ګټو پرته بل هېڅ شي ته فکر نکوي، دا کس د هېواد د ګټو خلاف اجنډا مخې ته وړي."

د عمران خان په مشری د تحریک انصاف ګوند یوې مشرې شیري مزاري بیا دا تور رد کړی ویلي یې دي چې دا سفر د لانګ مارچ له کبله نه دی ځنډیدلی او په وینا یې مونږ هېچا ته ګواښ نه دی پېښ کړی بلکې د جمهوریت لپاره اعتراضونه کوو.
نوموړي دا پلمه او تور "احمقانه" بللې " خان له محمد بن سلمان سره ډېرې ښې اړیکې لري"
په سعودي عربستان کې د پاکستان پخواني سفیر هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د سعودي عربستان د ولیعهد سفر ځنډول یې د هېواد لپاره بد خبر بللی، هغه دا ستونزمن کار بللی چې ژر دې بیا د دې سفر تابیا ونیول شي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي چې اوس اسلام اباد خوا د لاریونونو مشري کوي هم دې سفر ځنډ ته غبرګون ښودلی هغه ویلي"مسلم لیګ ن په خپلو ټاکنو او غلطو پالیسیو هېواد د کړکېچ خوا ته روان کړی، په همدې مهال د سعودي ولیعهد دوره هم لغوه شوې، د سعودي ولیعهد له راتګ سره چې د پاکستان اقتصادي وضعیت څومره ښه کیدای شو هغه له خاورې سره خاورې شو."
هغه ویلي دا ټول وضعیت د بې باوری له کبله رامنځته شوی چې د ده په باور خپله هېوادوال هم ترې کړېږي.
د تحریک انصاف ګوند د مرستیال په وینا عمران خان له قانوني لارو هڅه کوي چې جمهوري حل لار راوباسي، هغه یو ځل بیا ټينګار کړی چې له کړکېچه د هېواد د ویستلو یواځینی لار عمومي ټاکنې دي.
په همدې مهال د اسلام اباد پر لوري د تحریک انصاف ګوند لاریونوال نن کهاریا نومي سیمې ته ورسېدل چېرې چې عمران خان هم د ویډیو له لارې ورته وینا وکړه.
هغه پر ولس غږ وکړ چې ټول د راولپنډۍ په لوري وخوځېږي، په ورته مهال یې پخپله وینا کې یو ځل بیا پر عمومي ټاکنو ټینګار وکړ او د حکومت په اوسنیو واکمنو یې د فساد تورونه پورې کړل.























