د سعودي ولیعهد د خاشقجي له وژنې وروسته په لومړي ځل ترکیې ته ځي

د عکس سرچینه، Reuters
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بند سلمان د استانبول په کونسلګرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره ترکیې ته ځي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به له محمد بن سلمان سره د ترینګلو اړیکو پر بیارغونې خبرې وکړي.
ښاغلي اردوغان یو ځل په غیر مستقیم ډول پر شهزاده تور لګولی و چې سعودي کې یې یو شمېر کسانو ته د خاشقجي د وژل کېدو امر کړی و. چې د هغه له خوا بیا دا تورونه رد شوي و.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې ترکیه له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د سوداګرۍ، پانګونې او مرستې غوښتنې ته سترګې پر لار ده.
ترکیه له کلونو کړکېچ وروسته له محتده عربي امارتو، مصر او اسراییلو سره د اړیکو پر ښه کولو کار کوي.
شهزاده محمد په ورته وخت کې غواړي چې خپله نړیواله ګوښیتوب پای ته ورسوي.
هغه روانه اوونۍ منځني ختیځ ته د خپل سفر په تر څ کې اردن او مصر ته هم تللی او راتلونکې میاشت ښايي د امریکا ولسمشر جوبایډن سره وویني.
پر جمال قاشقجي څه وشول؟
خاشقجي چې په امریکا کې د واشنګټن پوسټ کالم لیکونکی او د شهزاده محمد مشهور منتقد و.
نوموړی وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال اکتوبر په دوهمه استانبول کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ ته د ننوتو پر مهال لیدل شوی و، چېرته چې هغې خپلې کوژدنې خدیجه چنګېز سره یو ځای د واده لپاره د اړتیا وړ اسناد جوړول.
د هغه له مړینې وروسته د ملګرو ملتونو پلټونکې ډله دې پایلې ته رسېدلې وه، چې نوموړی له ریاضه لېږدول شوې یوې ۱۵ کسیزې ډلې له خوا "په بې رحمۍ وژل شوی دی" او جسد یې ورته ټوټه ټوټه کړی.
دغې ډلې دا پرېکړه د کونسلګرۍ دننه د ثبت شویو غږونو له اورېدو وروسته کړې چې ترکیې استخباراتو موندلي و.
سره له دې چې ښاغلي اردوغان هغه مهال شهزاده محمد په مستقیم ډول په دې مړینه تورن نه کړ خو ادعا یې وکړه چې په دې پوهېږي، د خاشقجي د وژلو امر "د سعودي عربستان له بره ځایه راغلی"

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا استخباراتو اداره دې پایلې ته رسېدلې وه چې د خاشقجي د نیولو یا وژلو عملیاتو امر د ولیعهد له خوا شوی.
د سعودي څارنوالانو په دې پېښه کې يو شمېر نور کسان تورن کړل او ویلي یې و چې شهزاده د دې عملیاتو په اړه هېڅ معلومات نه لرل.
د خاشقجي له وژل کېدو یو کال وروسته د سعودي محکمې ۵ ناپېژانده کسان په دې وژنه کې مستقیم ډول په لاس لرلو تورن کړل، او د مرګ سزا یې ور واوروله چې بیا وروسته په ۲۰ کاله بند محکوم شول.
په داسې حال کې چې ۳ کسان نور بیا د وژنې د پېښې د پټولو په تور له ۷ څخه تر ۱۰ کاله بند محکوم شول.
د ترکیې ولسمشر اردوغان تېره اوونۍ ویلي، انقره کې به یې له شهزاده محمد سره چې د سعودي عربستان مشر دی خبرې اترې د سیمه ییزو قدرتونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ورټولې وي.
یوه جګپوړي ترکي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، تمه ده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې عادي حالت ته راولي او دواړه مشران به د برېښنا، اقتصاد او امنیت په تړاو تړونونه لاسلیک کړي.
خو د ترکیې د خلق جمهوریت غوښتونکي ګوند(سي اېچ پي) مشر کمال قلیچداراوغلو پر اردوغان نیوکه کړې چې هغه چاته یې بلنه ورکړې چې د قاشقجي د وژلو امر یې کړی و.
اپرېل میاشت کې ښاغلی اردوغان سعودي عربستان ته تللی و او د ټولو پر وړاندې یې شهزاده په غېږ کې ونیوو، ځکه چې دواړو هېوادونو د تازه اړیکو د پیلولو پرېکړه کړې وه.
دا لیده کاته درې اوونۍ وروسته له هغه وشول چې استانبول کې یوې محکمې د خاشقجي د وژلو په پېښه کې ولیعهد ته د دوو نژدې کسانو په ګډون د ۲۶ نورو سعودي اتباعو محکمه وځنډوله.
قاضي ویلي و، قضیه به بېرته د سعودي عربستان قضایي چاوراکو ته وسپاري.
دا پرېکړه د بشري حقونو فعالانو او د خاشقجي د کوژدني او نورو هغو کسانو له خوا وغندل شوه چې په دې قضیه کې یې د عدالت غوښتنې په برخه کې د خپلو مبارزو د دوام ژمنه کړې وه.




















